افغان قربانیان له جرمني تاوان غواړي

د خپريدو وخت: 17:06 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د جرمني پوځ ويل چې د کندز ولایت په دغه برید کې ۹۱ کسان وژل شوي دي.

د هغو په لسګونو کورنیو غړیو چې په ۲۰۰۹ کال کې د یوه هوايي برید له امله په کندز کې ژبل شوي وو اوس د جرمني له حکومت څخه د ۴، ۳ میلیونه تاوان غواړي.

هغه وخت د جرمني د پوځ یوه قوماندان د تېلو په دوو ټانکرونو باندې چې طالبانو تښتولي وو ځکه د برید امر ورکړی و چې د ده په وینا يې جرمن ځواکونو ته ګواښ پېښاوه.

د جرمني پوځ ويل چې د کندز ولایت په دغه برید کې ۹۱ کسان وژل شوي دي.

خو د کورنیو وکیلان وايي ۱۳۷ کسه وژل شوي وو.

د وژل شويو ډېره برخه د ښځو او ماشومانو وه چې د تېلو د ټولولو هڅه يې کوله.

د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر د ۴ نېټې دغه برید په افغانستان کې د جرمن ځواکونو لپاره تر ټولو لانجمنه پېښه وه.

جرمن ځواکونه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې ځای پر ځای دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني د دفاع وزارت په هغه برید کې هرې ښکېلې افغانې کورنۍ ته د ۵۰۰۰ یویو ورکولو وړاندیز وکړ.

په جرمني کې یوه وکیل کریم پوپل په ۲۰۱۱ کال کې د څلورو کسانو په استازیتوب محکمه کې دعوه وکړه.

ده اوس د ۱۰ نورو قضیو دعوه کړې چې د ۷۹ خلکو استازیتوب کوي.

په دوی کې د قربانیانو خپل خپلوان او ټپیان دواړه شته.

دوی له ۲۰ زرو څخه تر ۷۵ زره یورو پورې د هر کس لپاره تاوان غواړي.

د افغانستان په شمال کې لا هم ۴۶۰۰ جرمن سرتېري شته چې تر ډېره په روزنه او بیا رغونه بوخت دي.

دغه شمېره به راتلونکی کال په کندز کې د دوی د اډې له تړلو سره کمېږي او ۲۰۱۴ کال په پای کې به ټول جرمن سرتېري له افغانستان څخه وځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .