د تورخم پوله پرانیستل شوه

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391
تورخم

د تورخم پوله پاکستان د تېرې جمعې ورځې په سهار د ناڅرګند لامل له کبله وتړله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د تورخم پولې د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي بي بي سي پښتو څانګې ته وویل، دواړو غاړو هوډ وکړ، چې لنډي کوتل کې د افغانانو د سپکاوي او کابل ته څېرمه له ځینو پاکستاني وګړو سره د ناوړه چلند په اړه پېښې وڅېړل شي.

د افغانانو مړینه

په تورخم کې د ډيورنډ پر ليکه د تېرېدو - راتېرېدو لار له تړل کېدو راهیسې اتو کسو چې ډېر ماشومان دي د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

زرگونه کسان دواړو خواو ته ايسار پاتې دي.

د سړې هوا له امله د ايسارو شويو کسانو ژوند، چې له ځينو سره يې کوچنيان او ښځې هم ملگري دي، له گواښ سره مخامخ کړی دى.

د سرحدي پولیسو د لومړي زون د عامه اړیکو مسوول ادریس مومند بي بي سي پښتو څانګې ته وویل پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه چې نن (شنبه/دسمبر ۲۹) تر اتو بجو به پوله پرانیزي، خو لا هم تړلې ده:

''لار تر اوسه تړلې ده، وايي چې اسلام اباد تر اوسه دوی ته د پولې د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړې. دواړو غاړو ته زرګونه مساپر ایسار پاتې دي. درې کوچنیان د پولې دې غاړې ته مړه شوي، زموږ ملي امنیت موږ ته راپور راکړی، چې پنځه د پولې هاغاړه مړه شوي، چې یو په کې سپین ږیری او څلور ماشومان دي. دا ټول د یخنۍ له کبله مړه شوي.''

پاکستاني ځواکونو دغه پوله د تېرې جمعې په سهار (دسمبر/۲۸) د خلکو پر وړاندې د ناڅرګند لامل له امله تړلې ده.

خو ځينې عيني شاهدانو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ظاهرآ پاکستاني غاړه په دې غوسه ده چې په افغانستان کې د دوى ځينې اوسېدونکي ځورول شوي دي او د دغه عمل په ځواب کې یې پوله تړلې ده.

پاکستاني رسنيو رپوټ ورکړى چې په لنډي کوتل کې د پنجشنبې په ورځ (دسمبر/ ٢٧) ٢٩ افغانان غلو شکولي، وهلي او ځورولي دي.

"د لارې تړولو پر ځای باید پر ستونزو خبرې شوې وای"

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د تورخم پولې د بېرته پرانیستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

څو ورځې وړاندې همدومره پاکستانيان د افغانستان په خاوره د ادعاو ترمخه افغان ځواکونو ځورولي وو.

هغه وخت هم د تورخم ور د لږ وخت لپاره تړل شوى و.

په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت هغه مهال افغانستان ته د هغې پېښې له امله شکايت کړى و.

د جمعې په ورځ (دسمبر/ ٢٨) کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په پاکستاني غاړه د افغانانو پر ځورولو خواشيني وښوودله.

په تورخم کې د بي بي سي يوۀ خبريال وويل درې ماشومان چې عمرونه يې له ١٠ کلونو کم وو او د کورنۍ له خوا پېښور ته د ور پېښو ناروغيو د درملنې په موخه وړل کېدل خو تړلې دروازې ايسار کړي وو، د سړې هوا او باران له امله مړه شول.

عيني شاهدان وايي خلک خورا ډېر دي او د دواړو خواوو په هوټلونو او دوکانونو کې ځاى نشته چې له باران او سړې هوا څخه ځانونه او ماشومان وساتي.

پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي او دغه راز سلګونه د سوداګرو موټر هم په دې دروازه افغانستان ته سوداګريز توکي راوړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .