له یونانه د افغان کډوالو جسدونه هېواد ته راوړل کېږي

د خپريدو وخت: 19:14 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

په يونان کې د مړو شويو کسانو يو يې د افغانستان د ننګرهار دی.

افغان حکومت وايي د هغو ۲۱ افغان کډوالو د جسدونو راوړلو لپاره يې دپلوماتان يونان ته رسېدلي چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې يې بېړۍ د يونان په سواحلو کې ډوبه شوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه دپلومان به له يوناني چارواکو سره د هغې الوتکې د ورتلو په تړاو وغږېږي چې د دغو جسدونو د راوړلو لپاره افغان حکومت کرايه کړې ده.

خو د مړو شويو ځينې خپل خپلوان وايي حکومت يې غم نه خوري او اړ شوي په شخصي پېسو د خپلو مړو جسدونه افغانستان راوړي.

له هغه ۱۷ ورځې وروسته چې له ترکيې یونان ته روان له ۲۰ ډېر افغان کډوال د يونان سواحلو ته نژدې په یوه بېړۍ کې ډوب شول، افغان حکومت وايي د دوی د جسدونو د راوړلو هڅې يې چابکې کړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دپلوماتان يې په يونان کې دي او د دغو جسدونو د راوړلو د څرنګوالي په تړاو له يوناني چارواکو سره غږېږي.

د دغه وزارت وياند جانان موسي زي بي بي سي ته وويل د اوس لپاره د افغان دپلوماتانو ټولې هڅې په دې ورټولې دي چې د افغان حکومت له لوري کرايه شوې الوتکې ته د یوناني لوري اجازه واخلي.

دغه جسدونه چې ښځې او ماشومان په کې دي او په يونان کې افغان چارواکو ته سپارل شوي لا يې د ټولو پېژندنه، نه ده شوې.

په يونان کې د مړو شويو کسانو يو يې د افغانستان د ننګرهار دی.

د ده ورور صفدر وايي افغانستان ته د جسدونو د راوړلو په تړاو د حکومت هڅې نامعلومې او ټکنۍ دي او اوس اړ شوي په خپله خپل مړي راوړي.

لوېديځو هېوادو ته د افغانانو د ورتلو کچه په وروستيو کې لوړه شوې او خلک له هرې قانوني او غېر قانوني لارې هڅه کوي ځانونه د امنيت او ژوند له اړخه خوندي او هوسا هېوادونو ته ورسوي.

خو ځينې يې د لارو په اوږدو کې له بوږنوونکو پېښو سره مخامخ کېږي، چې يوه يې همدا ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .