غلا غدیو پکتیاوال اندېښمن کړي دي

د خپريدو وخت: 17:59 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد زمان وايي د شوکمارو د نيولو په موخه ځانګړي عمليات تر سره کوي.

که څه هم د پکتيا امنيتي چارواکي په دې ولايت کې د ډاډمن امنيت خبره کوي خو ولسي خلک شکايت کوي چې د شپې له خوا د وسله والو غلو د وېرې له کبله بهر نه شي وتلی.

دوی وايي د وسله والو غلو له وېرې د ماښام تيارې له خورېدو وروسته خپل ناروغان هم تر روغتونه نه شي رسولی او وايي شوکمار ترې لاسي ساعتونه، ټیليفونونه، پيسې او نور توکي اخلي.

د سيمې اوسېدونکي وايي وسله والو غلو د پکتيا مرکز ګردېز اړوند نيستي کوټ کلي، د احمد ابا او سيد کرم په ولسواليو کې خلک شکولي او د ټوپک په زور يې له لارويانو څخه ډېر څه اخيستي دي.

د دې سيمې اوسېدونکي دا هم وايي چې د اړتيا پر مهال له يوې سيمې بلې سيمې ته په وېره تګ راتګ کوي.

ګلاب خان وايي "غله لويې لارې ته راوزي، لرګي په سړک اچوي، موټرې دروي او له سورليو هر څه اخلي، امنيتي ځواکونه چېرته دي؟!"

یو بل اوسېدونکی عبدالله خان هم خپله کیسه داسې کوي "تېره ورځ موږ ښار ته تلو، نو په لاره کې لرګي پراته وو چې غلو د سړک بندولو په موخه راوړي وو. هلته د موټرونو شيشې هم تويې شوې وې او په ښار کې بيا خلکو ويل چې په همدې شپه غلو له يو شمېر سورلیو پېسې او نور توکي اخيستي وو"

حضرت حبيب ملنګيار هم له غلو شکايت کوي او زياتوي چې غله له لارويانو سره هېڅ هم نه پرېږدي "غله له خلکو تليفونونه، پيسې او لاسي ساعتونه اخلي."

ډېری د غلا غدیو د زياتېدا لامل وزګارتيا په ګوته کوي او وايي اکثره هغه ځوانان وزګار شوي دي چې پخوا يې د بهرنيو ځواکونو په پوځي اډو کې د امنيتي کسانو په توګه دندې لرلې.

د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد زمان وايي د شوکمارو د نيولو په موخه ځانګړي عمليات تر سره کوي او په وينا يې د خلکو اندېښنې تر ډېره بې ځايه دي.

دی وايي مخکې ځينې اوازې موجودې وې چې غله زيات شوي دي خو په وينا يې د غلو هغه "کمزورې" ډلې اوس نشته.

د ده په قول د وسله والو غلو د نيولو په موخه يې په تېر کې څو څو ځله عمليات کړي دي او د دې عملياتو په ترڅ کې يې له غلو څخه يو سراچه موټر هم نيولی دی.

په پکتيا کې د غلو په اړه له ولسي خلکو سره په داسې حال کې اندېښنې زياتېږي چې په سيمه کې د وزګارتيا کچه اوج ته رسېدلې ځکه خو ډېری د غلو د زياتېدو يوازينی لامل همدا وزګاري او د ګټې وټې د سمې لارې بندېدا په ګوته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .