په ۲۰۱۲ کې د ملي اردو ۱۰۵۰ سرتېري وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

دفاع وزارت وايي، د کمیت له پلوه د ملي اردو د سرتېرو شمېر ۱۹۵ زرو ته رسېدلی.

۲۰۱۲ میلادي کال چې وروستۍ ورځې یې دي، د افغانستان ملي دفاع وزرات یې د ځان لپاره له ننګونو او ملي اردو ته له مرګ ژوبلې سره سره له لاس ته راوړنو ډک کال ګڼي.

دغه وزارت وايي، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې نژدې د اتیا سلنه پوځي عملیاتو مشري د ملي اردو له خوا شوې او دا رنګه د افغانستان د ۷۵ سلنه د وګړو د امنیت چارې هم افغان اردو ته سپارل شوي، چې دفاع وزارت یې په دغه کال کې مهمې لاسته راوړنې بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي چې په کابل کې خبریالانو ته د ۲۰۱۲ کال کلنی رپوټ وړاندې کاوه، وویل په دغه کال کې د ملي اردو ټاکل شوی شمېر هم پوره شوی دی:

''زموږ ارزونې ښیي، چې ۲۰۱۲ میلادي کال د افغانستان د ملي اردو لپاره بریالی او له لاسته راوړنو ډک کال و. ملي اردو د کمیت له پلوه ۱۹۵ زره ته رسېدلې ده. په ټولو ولایتونو کې زموږ د قول اردوګانو، لېواګانو او کنډکونو تاسیسات په ډېر عصري ډول جوړ شوي دي، چې زموږ د ملي اردو سرتېري په کې له ډېرو اسانتیاوو سره په میدانونو کې به زده کړو بوخت دي.''

ښاعلي عظیمي وايي، په ۲۰۱۲ میلادي کې شاوخوا ۱۰۵۰ د ملي اردو سرتېري وژل شوي، خو په ۲۰۱۱ کال کې ۸۳۰ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي وو.

د ده په وینا، د وژل شوو سرتېرو نژدې ۷۵ سلنه یې د ماینونو له امله وژل شوي دي.

"د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد، د ملي اردو د شمېر ډېروالی، د پوځي عملياتو مشري او بهرنیو واکونو وتل هغه مهم لاملونه دي، له مخې ملي اردو ته د مرګ ژوبلې کچه ډېره شوې ده."

د ملي دفاع وزارت دا رنګه وايي، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد، د ملي اردو د شمېر ډېروالی، د پوځي عملياتو مشري او بهرنیو واکونو وتل هغه مهم لاملونه دي، له مخې ملي اردو ته د مرګ ژوبلې کچه ډېره شوې ده.

د ښاغلي عظیمي په وینا، له لاسته راوړنو سره سره ملي اردو له څلورو مهمو ننګونو سره مخامخ ده:

''څلور مهمې ننګونې لرو، لومړی هوايي قواوې، دویم درنې وسلې، دریم د انجینرۍ زده کړې. د انجینرۍ په مسایلو کې موږ ډېرې ستونزې لرو. هم یې په زده کړو او هم یې وسایلو کې مشکل لرو. او څلورم د استخباراتو په برخه لا اوس هم په ډېرو برخو کې موږ پر بهرنیانو متکي یو. د ۲۰۱۴ کال تر پایه باید موږ دغه ټولې ستونزې هوارې کړو.''

د ملي دفاع وزارت هېله ښيي، چې دغه ستونزې به مخکې له هغې چې نړیوال ځواکونه افغانستان ووځي، د نړیوالې ټولنې په مرسته اوارې کړي خو وزارت دا مني، چې د وسلو له پلوه د ملي اردو د سمبالښت چارې چټکۍ نه دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .