ښځو سره د زور زیاتي تازه پېښه کې یوه مېرمن وژل شوې

د خپريدو وخت: 13:31 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د بشري حقونو د ځايي دفتر رییس وايي دا یوه ښځه نه ده، چې له زورزیاتي نه د خلاصون لپاره ځان وژني، بلکې په دې ولایت کې د سږ کال له پیل راهیسې دغه داسې نژدې دېرشو ښځو د ځان وژلو هڅه کړې.

۳۰ کلنې ښځې زهر خوړلي و او مېړه یې روغتون ته رسولې وه. لا یې هم روغتیا په بشپړه توګه نه وه ښه شوې، چې مېړه یې بېرته کورته بوتله.، خو کله یې چې بیا روغتون ته راوستله، نو هغه د مرګ درشل ته رسېدلې وه.

دا د دایکنډي د مرکز نیلي د روغتون د مسولینو له خولې د هغې ښځې کېسه ده، چې ځان یې وژلی. په دایکنډي کې د بشري حقونو د مستقل کمېسیون د دفتر ریس محمد جواد دادګر وايي د دې ښځې د مړینې اصلي وجه په کورنۍ کې له هغې سره زور زیاتی کېدل دي.

لکه څنګه چې د بشري حقونو د کمېسیون د دفتر رییس او د روغتون مسوولینو وویل د وژل شوې ښځې پر بدن هم د وهل ډبول کېدو نښې نښانې له ورایه معلومېدې.

د بشري حقونو د ځايي دفتر رییس وايي دا یوه ښځه نه ده، چې له زورزیاتي نه د خلاصون لپاره ځان وژني، بلکې په دې ولایت کې د سږ کال له پیل راهیسې دغه داسې نژدې دېرشو ښځو د ځان وژلو هڅه کړې.

"د سږ کال له پیل راهیسې د بشري حقونو د کمېسیون ولایتي دفتر کې د ښځو د ځان وژنې په اړه نژدې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې دا زموږ لپاره یو هېښوونکې شمېره ده او له دې نه د تېر کال او وړم کال په پرتله پاموړ زیاتوالی هم جوتېږي. ښپږ پېښې د ځان وژنې دي او نورې د ځان وژنې د هڅو پېښې دي."

"د سږ کال له پیل راهیسې د بشري حقونو د کمېسیون ولایتي دفتر کې د ښځو د ځان وژنې په اړه نژدې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي."

محمد جواد دادګر

محمد جواد دادګر وايي په دایکنډي کې میاشت مخکې هم یوې ۶۰ کلنې ښځې له دې امله ځان وواژه، چې بد چلند او زور زیاتی ورسره کېده. د هغې بدن هم د وهلو ډبولو له نښو نښانو ډک و.

د دادګر په وینا په دې برخه کې تر ډېره حده قضايي ارګانونو ته شکایت نه دی شوی او اصلاً په دې لړ کې کومه دوسیه نه ده جوړه شوې او بیا که کومه دوسیه هم جوړه شوې وي، له یوې دوو پرته په سمه توګه یې ارزونه نه ده شوې.

له ښځو سره د زور زیاتې پېښې په افغانستان کې عامې دي، په دا وروستیو ۱۱ کلونو کې ډېره هڅه شوې، چې د مخنیوي لپاره یې اقدامات وشي، خو دغه ډول پېښې د لږیدو په ځای ډېرې شوې دي. د ډېرو په وینا اوس هم افغانستان کې نارینه سالاري په خپل ځای پاتې ده او دغه هېواد د ښځو د ژوند کولو لپاره ښه ځای نه دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .