هغه افغانان چې بهر ته تللي او بیا نه دي ستانه شوي

د خپريدو وخت: 13:17 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د یو شمېر افغانانو دا ډول کړنو نورو افغانانو ته د رسمي کار لپاره د ویزې په ترلاسه کولو کې یو لړ محدودیتونه رامنځ ته کړي دي.

په تېره یوه لسیزه کې افغانانو ته بهرنیو او په تېره لوېدیځو هېوادونو ته د رسمي سفرونه او سکالرشیپونو ډېر چانسونه په لاس ورغلي، خو یو شمېر داسې کسان شته چې له دا ډول سفرونو ناوړه ګټه اخلي او بېرته هېواد ته نه ستنېږي.

دغې چارې د افغان ځوانانو لپاره روزنیز پروګرامونه ځنډولي او یا يې شمېر محدود شوی دی.

دغه راز افغانانو ته یې د وېزې صادرولو په برخه کې هم د لا ډېرو محدودیتونو وضع کولو ته لاره هواره کړې ده.

په دې ډله کې د افغان دپلوماتو شمېر تر ټولو زیات دی، د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې څلوېښت سلنه افغان دپلوماتان هېواد ته نه ستنېږي او په نورو هېوادونو کې سیاسي پناه غواړي.

د دغو کسانو په ډله کې چې له رسمي دندې په ګټې اخیستو په نورو هېوادونو کې پناه غواړي تر ټولو ډیر یې افغان دپلوماتان دې چې د یو درې کلن ماموریت لپاره نورو هېوادونو ته استول کېږي.

په دې برخه کې د ولسي جرګې څېړنې ښیي چې په تېرو اته کلونو کې څلوېښت سلنه دپلوماتان بېرته افغانستان ته نه دي راستانه شوي.

په ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ غړې ارین یون وايي دا کار د بهرنیو چارو وزارت په کړنو منفي اغېز کوي.

د هغې په وینا دا چاره د ''افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه ده او حکومت هم تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.''

د دې څېړنیز راپور په پایله جوته شوه چې یواځې سږکال یوولس تنه افغان دېپلوماتان د خپل ماموریت له پای ته رسېدلو وروسته هېواد ته نه دي راستانه شوي.

نصیر احمد اندیشه

په استرالیا کې افغان سفیر نصیر احمد اندیشه وايي، د بهرنیو چارو وزارت داسې پروګرام په پام کې لري، چې د افغان دپلوماتانو د نه راستنېدو لړۍ پای ته ورسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل له دغو دېپلوماتو وغوښتل شول چې هیواد ته ستانه شي، خو هغوی دا غوښتنه ونه منله او په پایله کې له دندې ګوښه شول.

۷۰۰ دېپلوماتان

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۷۰۰ تنه افغان دېپلوماتان له هېواده بهر په دندو بوخت دي چې د درې کلنې مودې له بشپړیدو باید هېواد ته ستانه شي او په ځای یې نور دېپلوماتان واستول شي.

خو پوښتنه دا ده چې دا دېپلوماتان ولې هیواد ته نه ستېږي؟.

په استرالیا او نیو زیلنډ کې د افغانستان سفیر نصیر اندیشه د دې ستونزې یو لړ لاملونه په ګوته کوي.

د هغه په وینا په کابل او بهرنیو هېوادونو کې د ''ژوند او کار شرایط ډېر توپیر لري، هلته د دوی د ماشومانو او کورنۍ ژوند ښه کیږي او داسې فکر کوي که کابل ته ستون شي نو ماشومان به یې څه ډول ښوونځي کې شامل شي، او یا داچې دا امکان لري چې په کابل کې د یوې غونډۍ پر سر کرایي کور ونیسي.''

یوازې افغان دېپلوماتان نه دي چې په بهر کې پاتې کېږي بلکې د افغاني دولتي او خصوصي رسنیو لسګونه خبریالان او کار کوونکي هم یو شمېر هېوادونو ته له رسمي سفره په ګټه اخیستو هملته پاتې شوي دي.

د دې څېړنې په پایله کې جوته شوه چې په تېرو لسو کلونو کې اویا تنه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا ته تللي خو بېرته نه دي راغلي.

بهر کې پاتې شوي لوبغاړي او خبریالان

  • ۲۰۰۲:څلور افغان غېږ نیوونکې له ایټالیا بېرته ستنې نه شوې.
  • ۲۰۰۳: نهه افغان فوټبال لوبغاړي له ایټالیا سره په روم ښار کې تر سیالۍ مخکې وتښتېدل.
  • ۲۰۰۵: د ځوانانو د فوټبال درو لوبغاړو په جرمني کې پناه واخیسته.
  • ۲۰۰۸: پنځه افغان فوټبال لوبغاړي او یو ورزشي خبریال په استرالیا کې تر سیالیو وروسته تري تم شول.
  • ۲۰۰۹: پنځو کریکټ لوبغاړو کاناډا کې له سیالۍ کولو وروسته، د پناه اخیستو غوښتنه وکړه.
  • ۲۰۱۲: د افغان فوټبال څلور لوبغاړې له جرمني بېرته هېواد ته ستنې نه شوې.
  • ۵۰ افغان خبریالان په اروپا، استرالیا او کاناډا کې تر روزنیزو کورسونو او یا دندو پای ته رسېدو وروسته پاتې شول.

یوه خبریاله چې خپل نوم یې مریم وښود او اوس په ناروې کې اوسېږي وايي هلته ځکه پاتې شوه چې په افغانستان کې د امنیت له پلوه ډاډ منه نه وه.

هغې زیاته کړه چې هغه څوک چې ''دلته پاتې کېږي زما له نظره دوه دلیله لري یو امنیت او بل د ژوند ښې اسانتیاوې.''

یو بل افغان خبریال چې نه غواړي نوم یې واخستل شي او اروپا ته له خپل رسمي سفر څخه نه دی راګرځېدلی هم وايی دا کار یې ځکه وکړ چې له امنیتي ستونزو سره مخامخ و.

هغه وايي چې خبریالان د کابل په ګډون په هر ځای کې له ډېرو امنیتي ستونزو سره مخامخ دي، او دا ستونزې او ګواښونه د وسله والو مخالفینو له خوا خبریالانو ته متوجه دي او په ځینو حالاتو کې د ده د ادعا له مخې خبریالان د دولتي چارواکو له خوا هم ګواښل کیږي.

افغان لوبغاړو په تېره یوه لسیزه کې په نړیوالو او سیمه یې لوبو کې ډیر څه لاس ته راوړل، خو د دوی له ډلې لږ تر لږه شپېته تنه چې په نړیوالو سیالیو کې دګډون لپاره تللي و، په اروپايي هېوادونو کې پاتې شول او افغانستان ته را ونه ګرځېدل.

د افغانستان دملي المپیک د کمیټې مشاور غلام جیلاني غروب وايي د یو شمېر ورزشکارانو دغې چارې د افغانستان او افغان ورزشکارانو حیثیت ته زیان رسولی دی او له افغانانو سره د کوربه هېواد په چلند کې جوت منفي توپیر رامنځته شوی دی.

دغه راز په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په سلګونو افغان محصلین چې امریکايي او اروپايي هېوادونو ته په سکالرشیپ تللي بیر ته نه دي راګرځېدلي.

صابر پردیس چې په امریکا یې زده کړې کړې وايي افغانانو هلته د پاته کیدو لپاره بیلابیلې پلمې جوړولې.

دی وايي داسې کسان یې لیدلي چې په فېسبوک پاڼه کې داسې څه نشرول چې نور دی پرې وګواښي او هلته د ده د پاتې کیدو لپاره بهانه جوړه شي.

فیرزو خان مسجدي یو بل افغان دی چې په امریکا کې د خپلو څو ملګرو د پاتې کیدو یادونه کوي او وايي هغه ستونزې چې دوی یادولې د ډیرو کمو کسانو په اړه رښتیا بلل کېدای شي.

"د بي بي سي د دې څېړنیز راپور په پایله جوته شوه چې یو شمېر افغانان پخپل نامه د ګواښلو جعلي اسناد برابر کړي دي."

د ښاغلي مسجدي په وینا هغه دلایل چې پاتې کېدونکي کسان یې وړاندې کوي ضعیف او د قناعت وړ نه دي.

د بي بي سي د څیړنې له مخې امریکا د یو کلن تعلیمي پروګرام له دوه سوه او شپیته تنو محصلینو له ډلې څخه زیاتره یې هیواد ته ستانه نه شول. په امریکا د دغو کسانو د پاتې کیدو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غه پروګرام چې ''یس'' نومېده وځنډېد.

دغه راز ۳۰ تنه افغان محصلین چې امریکا د فولبرایت ځانګړي تعلیمي پروګرام له لارې امریکا ته تللي بېرته هیواد ته نه دي ستانه شوي.

ښاغلی مسجدي همدې ستونزې ته اشاره کوي او زیاتوي چې دا ډول کړنه په خلکو کې یو ډول ذهنیت پیدا کوي او د خپل راتلونکې په اړه بې باوره کېږي.

د دا ډول تیښتو نورې اغېزې څه کېدای شي؟

په افغانستان کې د ناټو سازمان دفتر د دې سازمان د غونډو د خبري پوښښ لپاره افغان خبریالان نورو هیوادونو له ځان سره وړل خو یو شمیر خبریالان بېرته هیواد ته ستانه نه شول.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند دومینک میدلي وايي د افغان خبریالانو دې کار بې باوري رامنځ ته کړه .

دی وايي دوی د افغان خبریالانو لپاره د نویو مهارتونو د تر لاسه کولو چانسونه برابر کړي خو داچې هغوی له دې ناوړه ګټه پورته کوي پر دوی بې باوري زیاتېږي.

لوېدیځو هېوادونو ته د سفر چانس تر لاسه کول د ډېر افغانانو لپاره یو بې ساری فرصت ګڼل کېږي، له دې امله یو شمېر له سفر وړاندې هلته د پناه اخستلو لپاره اسناد برابروي.

د بي بي سي د دې څېړنیز راپور په پایله جوته شوه چې یو شمېر افغانان پخپل نامه د ګواښلو جعلي اسناد برابر کړي دي.

د یو شمېر افغانانو دا ډول کړنو نورو افغانانو ته د رسمي کار لپاره د ویزې په ترلاسه کولو کې یو لړ محدودیتونه رامنځ ته کړي دي.

سوسن احمدي وايي د زده کړو له نیمايي څخه د هغې د همټولګیوالو تېښته هغې ته چندانې ښه کار نه ښکاري.

د افغانستان دملي المپیک د کمیټې مشاور غلام جیلاني غروب دې محدودیتونو ته اشاره کوي، او زیاتوي چې ورزشکاران اوس د یو ځل پر ځای څو څو ځله اسلام اباد ته د ویزې لپاره غوښتل کیږي او د سفارت چارواکي د لوبغاړو او د ورزش د نورو کارکوونکو په اړه ډیره څیړنه او دقت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي د دپلوماتانو د تیښتې د مخنیوي لپاره یو لړ ګامونه پورته شوي دي.

هغه زیاتوي هڅه کوي د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو میاشتنی معاش زیات کړي او د کورونو تابیا هم ورته وکړي.

په راتلونکې بې باوري، ناامني او بې وزلي هغه څه دي چې افغانان یې له امله رسمي سفرونه لوېدیځو هېوادونو د ځان رسولو لپاره یوه ښه وسیله ګڼي، آن تر دې چې یو شمېر افغان حاجیان هېواد ته نه ستېږي او هلته د کار لپاره پاتې کېږي.

د افغانستان د حج وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څو کلونو کې لږ تر لږه درې زره افغان حاجیان په سعودي عربستان کې پاتې شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .