رسنيو کې له ښځینه خبريالانو سره توپیري چلند شوى

د خپريدو وخت: 17:52 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د افغانستان د ښځينه خبريالانو ټولنه پنځه کاله مخکې جوړه شوې ده.

د افغانستان د ښځينه خبريالانو ټولنه وايي په رسنيو کې د ښځينه ژورنالستانو حقونه خوندي نه دي.

دوی وايي داسې پېښې شته چې پرته له کومه لامله ښځينه خبريالانو ته ځواب ورکړل شوى او څوکۍ يې نارينه خبريالانو ته سپارل شوې دي.

دغه ټولنه نا امني هم د ښځينه خبريالانو د کار په مخ کې د يوۀ خنډ په توګه يادوي چې په وينا يې لريو سيمو ته د رسنيز کار لپاره نه شي تللى.

دا خبرې د يادې شوې ټولنې مشرې شفيقې حبيبي د دغه بنسټ لومړۍ کنګرې ته وکړې.

د افغانستان د ښځينه خبريالانو د ټولنې مشرې شفيقې حبيبي وويل کنګره يې د بنسټ د عالي شورا د ټاکلو په موخه بللې ده، چې وروسته به دغه شورا نوې مشره هم وټاکي.

اغلې حبيبي وويل د دغه بنسټ ستره موخه د ښځينه خبريالانو وړتياوو لوړول او د هغوى مسلکي، اقتصادي، ټولنيز او سياسي ژوند ښه کول دي.

اغلې حبيببي وويل په دې ترڅ کې دوى د ښځينه خبريالانو ستونزې هواورل غواړي.

د نوموړې په وينا اوس مهال په يو شمېر رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حقونه خوړل کېږي چې دوى به يې دفاع کوي.

د دغه بنسټ يوې خبريالې ناجيه زيوري وويل خبريالي د ټولنې د منفي دودونو په ورکولو اود ګټورو ارزښتونو د دودولو په برخه کې ګټور رول لوبولى شي.

نوموړې وويل ښځينه خبريالانې کولاى شي د ښځو د ژوندانه د ښه کولو په موخه ګټورې کړنې تر سره کړي.

د افغانستان د ښځينه خبريالانو ټولنه پنځه کاله مخکې جوړه شوې چې سر بېره پر کابل په شپږو نورو ولايتونو بلخ، هرات، کندز، تخار، کندهار او ننګرهار کې هم استازولۍ لري.

د بنسټ اړوند چارواکي وايي دوى د ښځو د خبرياليزو وړتياو د لوړولو پر موخه وخت په وخت په پلازمېنه کابل او يادو شويو ولايتونو کې کورسونه او ورکشاپونه جوړ کړي چې په وينا يې ګټورې پايلې يې لرلې.

تر دې مخکې د افغان خبريالانو يو شمېر ټولنو ويلي و چې ګواکې د بېلو ستونزو له کبله د افغانستان په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو شمېر لږ شوى دى.

په کابل کې دا تشه لس په سلو کې اټکل شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .