د کابل اورځپلي له ماليې معاف شول

د خپريدو وخت: 17:51 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د کابل ښار په منډيي کې ناصري سراى يو له ګڼې ګوڼې ډک پلورنځى دى.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي د کابل د جامو په يوۀ مارکېټ کې چې د وروستۍ اورلګېدنې له کبله کومو هټیوالو ته مالي زيان اوښتى، د څلور کلونو لپاره به ترې ماليه نه اخیستل کېږي.

د دغه هېواد د سوداګرۍ وزير انوار لحق احدي دا هم وويل چې د زيانمنو شويو هټيوالو د سوداګرۍ د پياوړيتا په موخه به هغوى ته کوچني پورونه هم ورکړي.

هغه اور چې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د کابل په ياد شوي مارکېټ کې لګېدلى و هټيوال يې وايي چې ميلیونونه ډالر زيان ور اوښتی، خو دغې پېښې ځاني زيان نه درلود.

د کابل ښار په منډيي کې ناصري سراى يو له ګڼې ګوڼې ډک پلورنځى دى. د سويو دوکانونو بيا رغاونه په چټکۍ سره روانه ده.

هټيوال خپله خپل کارونه تر سره کوي او داسې بريښي چې د نورو مرستو ته سترګې په لاره نه پاتې کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارلحق احدي هم دلته له هټيوالو او سوداګرو سره وکتل.

هغه له زيانمنو شويو هټيوالو او سودګارو سره ژمنه وکړه چې د څلورو کلونو لپاره به ترې حکومت ماليه نه اخلي او د سوداګريو د پياوړتيا په موخه به يې واړه پورونه ورکوي.

"کابینې پرېکړه وکړه هغه څوک چې دلته ورته زیان رسېدلی د څلورو کلونو لپاره به له مالیې معاف وي، چې په خپلو پښو ودرېږي. تېره اوونۍ هم موږ وړاندیز وکړ چې هغه کسانو ته چې دلته یې دوکانونو سوځېدلي دي پور ورکړل شي چې وکولی شي خپل کار بیا پیل کړي. کېدای شي دا پور د ۲۰ او ۴۰ زور ډالرو ترمنځ وي خو دا موضوع او د پور اندازه تر اوسه نهايي شوې نه ده او نه د دې لپاره کوم مالي صندوق جوړ شوی دی. یوازې یو وړاندیز دی او موږ یې تعقیبوو".

زيانمن شويو هټيوالو د ښاغلي احدي د مرستې هرکلى وکړ خو ويل يې دا مرسته د دوى د درنو زيانونو ځاى نه شي نيولاى.

د دغې اورلګېدنې کره لامل نه دی موندل شوى، خو سوداګرۍ وزارت وايي له کورنيو چارو وزارت سره ګډې پلټنې کوي چې د اورلګېدنې کره لامل بيامومي.

ناصري سراى داسې ودانۍ لري چې له دوو تر پنځو پوړونه په کې دي. اوس هم د دغه پلورنځي پر ديوالونو د اورلګېدنې نخښې انځور پاتې دي.

د دغو ودانيو په ټولو برخو کې د بيا رغاونې کار روان دى خو څوک دا کار نه څاري او په دوديزه ابتدايي بڼه پر مخ ځي.

د سوځېدلي مارکېټ برېښنا اوس هم نشته خو هټيوالو د خپلو بيا رغنيزو چارو لپاره راز راز جنرېټرونه لګولي دي.

د دغه مارکېټ تر سوځېدو وروسته افغان حکومت له سوداګرو وغوښتل چې خپلې سوداګريزې شتمنۍ بيمه کړي ګنې نو په وينا يې درې مياشتې وروسته به حکومت جبرآ دا شتمنۍ بيمه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .