د کندهار دهلې بند رغول کېږي

د خپريدو وخت: 12:43 گرینویچ - سه شنبه 01 جنوري 2013 - 12 مرغومی 1391
ددهلې بند

ددهلې بند څه باندې ۶۰ کاله وړاندې د یوې امریکایي کمپنۍ له خوا جوړ شوی و.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي چې ډېر ژر به د دهلې بند پرمختیایي چارې پیل او له مخې به یې ددغه بند دېوال تر ۵۰-۵۸ مترو پورې لوړ شي.

ددهلې بند د افغانستان په سوېل کې دویم لوی بند دی، چې د کندهار ښار سربېره ددغه ولایت اوو ولسواليو، ميوند، ارغنداب، شاه وليکوټ، دامان، ډند، پنجوايي، او ژېړۍ ځمکې یې خړوبولې.

خو د کلونو په تېرېدو سره ددغه بند زېرمه ۴۰ سلنه له خټو او رسوباتو ډکه شوې، او د اوبو د زېرمه کولو کچه هم په همدې اندازه راټیته شوې.

د کندهار د اوبو لګولو د ریاست چارواکي وایي چې ډېر ژر به ددغې ستونزې د له منځه وړلو په موخه د دهلې بند پرمختیایي چارې پیل کړي.

اوسمهال ددهلې بند ارتفاع یا لوړوالی ۵۰ مترو ته رسېږي چې ددغه پرمختیایي پلان له مخې به د بند لوړوالی ۵۸ مترو ته لوړ شي.

د کندهار د اوبو لګولو د ادارې مشر ښاغلی شېرمحمد عطایي وایي چې ددغې پروژې ۷۰ سلنه لګښت د امریکا د متحده ایالاتو او پاتې نور یې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي.

"د کندهار دهلې بند په ۱۳۳۱ لمريزکال کې د امريکا د متحده ایالاتو په مرسته د کندهار شمال لوېديځ لورته، په ۴۰ کليومترۍ کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ په سيمه کې د ارغنداب د رود پرسر جوړ شوی دی، چې په مټ یې ددغه ولایت په اووه ولسوالیو کې ۷۶ زره هکټاره ځمکې خړوبېږي."

چارواکي وایي چې د دهلې بند پرمختیایي پلان له پیل سره سم به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره، او دغه پروژه به تر ۲۰۱۵ کال پورې بشپړه شي.

سیمه ییز چارواکي وایي دهلې بند ته څېرمه د شخصي او دولتي املاکو د معلومولو او ارزونې چارې یې هم ګړندۍ کړې او په دې برخه کې د سیمې د خلکو پوره همکاري هم له ځان سره لري.

په کندهار کې د کرنې د ریاست د املاکو مدیر ډاکټر نورالله وایي چې تردې دمه شاوخوا ۳۵۰۰۰ زره دولتي ځمکه تثبیت کړې او لاهم دغه چارې روانې دي.

د کندهار دهلې بند په ۱۳۳۱ لمريزکال کې د امريکا د متحده ایالاتو په مرسته د کندهار شمال لوېديځ لورته، په ۴۰ کليومترۍ کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ په سيمه کې د ارغنداب د رود پرسر جوړ شوی دی، چې په مټ یې ددغه ولایت په اووه ولسوالیو کې ۷۶ زره هکټاره ځمکې خړوبېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .