"مېړه به مې لومړی تړلم او بیا به یې سخته وهلم"

د خپريدو وخت: 18:16 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

منیژه: له هغې ورځې مې چې واده شوی وهل کېږم، ټول بدن مې ټوک ټوک دی

شل کلنه منیژه هغه مېرمن ده چې د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکې او د خپل خاوند له خوا په بې درېغه او بې رحمۍ سره وهل شوې ده، هغه اوس د کابل په یوه روغتون کې ده او روغتیايی وضعیت یې خراب دی.

دا مېرمن څو اوونۍ په تهکاوي یا زیرخانه کې په داسې حال کې ساتل شوې چې لاسونه او پښې یې تړل شوې و.

خاوند یې په دې هم بسنه نه ده کړې او له دې سره سره یې په لرګي او زنځیر وهلې ده.

د هغې ټوک، ټوک بدن د هغې د غمجن ژوند کیسه کوي.

بي بي سي لومړی ځل منیژه په کابل کې د هغې د خپلوانو په يوه کور کې ولیدله، هغې په سترګو نه لیدل، او پر بدن د ټپونو له امله ډېره کړېدله.

منیژه وايي پرخپل ځان د وېرې له امله به نیمه شپه پاڅېدم، د کور کارونه به مې وکړل چې د دوی (خسرګنۍ) له وهلو خلاصه شم، خو سره له دې به چې سهار پاڅېدل زه به یې وهلم، خواښې او زوی به دومره ووهلم چې ما به بیا ورته زارۍ کولې چې خیر دی له خدایه وویریږﺉ ما مه وهی.

منیژه په خپلو خبرو کې دا هم وویل "مور به یې زوی ته ویلې چې تهکاوي ته یې ویسه او داسې یې ووهه، لکه هغه نجلۍ چې په تلویزیون کې یې ښودله. سترګې یې پرې وپړسوه چې چا ته ونه شي کتلی، زه به ډیره ویریدم، په تهکاوي کې به یې اچولم، خوله او لاسونه او پښې به یې را باندې تړل".

"د منیژې پلار همایون وايي د ده له لور سره د هغې د خسرګنۍ ناوړه چلند ډېر زورولی، ډیرې دروازې یې په سر وهلې خو هیچا یې غږ وانه واورېد."

دوه کاله پرله پسې وهلو ټکولو د دې شل کلنې مېرمنې څیره د یوې څلویښت کلنې مېرمنې په شان کړې ده.

منیژه چې د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي په خپله خوښه یې د خپل تره له لمسي سره واده وکړ خو د خسرګنۍ په کور کې ورسره د وینځې په توګه چلند کېدلو.

منيژه وايي "له هغې ورځې مې چې واده شوی وهل کېږم، ټول بدن مې ټوک ټوک دی. شپه او ورځ یې وهلم، زوی به یې د شپې وهلم او مور به یې د ورځې".

د منیژې پلار همایون وايي د ده له لور سره د هغې د خسرګنۍ ناوړه چلند ډېر زورولی، ډیرې دروازې یې په سر وهلې خو هیچا یې غږ وانه واورېد.

ښاغلی همایون زیاتوي بالاخره اړ شو چې هغه کابل ته راولي، او په هر قیمت چې وي د هغې له حقونو به دفاع کوي.

د منېژې پلار وايي "زه له خپل دولت ملت او مسلمانانو غواړم چې که چیرته خپله هم اولادونه لري که کرزی صیب اولادونه لري نو زموږ غم دې وخوري، خیر دی که زه غریب، او په مارکیټ کې کار کوم"

منیژه وايي خاوند یې د موټر سیکل مستري دی او هیڅ کله یې له دې سره سم چلند نه دی کړی. د هغې په وینا خاوند یې له بلې مېرمنې سره پټې اړیکې لرلې.

منيزه وايي د خپل مړه نه طلاق غواړي او د دولت نه غوښتنه کوي چې "خیر دی، هغه مه پرېږدﺉ، همدغسې چې زما سترګې یې زخمي کړلې او زما ټول بدن یې ټوک ټوک کړل، همدغسې یې ټوک ټوک کړي او ویې وهي، خیر دی مه یې پرېږدﺉ".

منیژه وايی څو، څو ځله په پړی تړل شوې او د خاند له خوا په متروکو وهل شوې ده او د څو ځله یې د دې پښې او لاسونه په پړې او ځنځیرونو تړلي دي.

د هغې شاوخوا نهه کلن ورور وايي چې کله دی د خپلې خور لیدلو ته ورغی د هغوی د کور په تاکاو کې یې هغه پړی او کیبل ولیدل چې منیژه به یې پرې وهله او تړله.

"منیژه وايی څو، څو ځله په پړی تړل شوې او د خاند له خوا په متروکو وهل شوې ده"

د منیژې مور لطیفه هم د خپلې لور په غم غمجنه ده. هغه وايي د لور اوسنی وضعیت د هغې لپاره د زغملو نه دی.

مېرمن لطیفه وايي "موږ هغه ته خپله لور ورکړه چې هلته به ارامه وي، خو موږ له دې نه و خبر چې هغه زورول کېږي، ظلم او ستم پرې کېږي. دا چې په لور مې څه حال تېرېږي، زه یې پر حال ډېره زوریږم، زه یوه مور یم".

د منېژې درملنه

منیژه له مېرمنو سره د مرستې د یو مرکز له خوا چې د هاکا په نوم بنسټ له خوا اداره کېږي په کابل کې علي اباد روغتون ته یوړل شوه.

د دې مرکز مشره حمیده وايي د منیژې د کورنۍ په مرسته غواړي د هغې قضیه رسما قضايي او عدلي ارګانونو ته وړاندې کړي.

د علی اباد روغتون یو تن ډاکټر عبد المعروف ندیم وايي منیژه د اوږدې مودې درمنلې ته اړتیا لري ځکه د هغې پر بدن ټپونه ژور دي.

دا لومړی ځل نه ده چې منیژه له وهلو ټکولو تښتي او کابل ته راځي. هغه شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې هم کابل ته راغلې وه او خپل شکایت یې د ښځو چارو وزارت ته رسولی و. خو د ښځو چارو وزارت د حقونو د څانګې مشره فوزیه امیني وايي کومې ستونزې چې له دوی سره شریکې کړل شي دوی یې ارو مرو تعقیبوي.

د منیژې د ترخه ژوند کیسه له افغان مېرمنو سره د ناوړه چلند د کیسو یوه بیلګه ده چې په دې وروسیتو کې د رسنیو له خوا خپریږي.

له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه رپوټونه په داسې حال کې خپریږي چې د ښځو د حقونو په برخه کې یو شمېر فعالینو د درې زره تنو لاسلیکونه غونډ کړي.

د دې لاسلیکونو هدف دا و چې له ښځو سره د ناوړه چلند د مخنیوي قانون باید ژر تر ژره پلی شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .