سلګونه محصلان به د زده کړو لپاره بهر ته و استول شي

د خپريدو وخت: 04:59 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

په دې ترڅ کې تر دې مهاله دريو هېوادونو، هند،ماليزيا او ترکيې ته افغان محصلان استول شوي دي.

د افغانستان د لوړو چارو وزارت په بهرنيو هېوادونو کې د لوړو زده کړو بورسونه په دوو برخو وېشلي دي، چې يو ډول يې حکومتي دي،حکومتي بورسونه هغه دى چې افغان حکومت له خپل لوري بهرنيو هېوادونو ته افغان محصلان استوي، چې لوړې زده کړې وکړي.

دويم ډول يې ډله یيز بولي دا هغه بورسونه دي چې يو شمېر بهرني هېوادونه يې افغان زده کونکو ته ورکوي.

د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت وياند پوهنمل محمد عظيم نور بخش وويل چې د دغو دواړو بهيرونو په ترڅ کې سږ لمريز کال تر دې مهاله ۵۵۳ افغان محصلان بهر ته استول شوي.

د نوموړي په وينا په پام کې ده چې ۲۵۰ کسه نور هم په نژدې ورځو کې هند ته واستول شي. ښاغلي نور بخش د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د استول کېدونکو محصلانو غوراوى په رڼه توگه کېږي، يانې په وينا يې له هر ولايت نه ۱۳ داسې زده کونکي غوره کېږي چې په حکومتي کانکور کې يې لوړې نمرې اخیستې وي.

ښاغلي نور بخش وويل دا غوراوی د يوې داسې جرگگۍ له خوا ارزول کېږي،چې مشري يې د دغه هېواد د لوړو زده کړو د وزير پر غاړه ده او د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو استازي هم په کې گډون لري. اړوند چارواکي وايي چې د ولسي جرگې او مشرانو جرگې يو شمېر غړي بيا د څارونکو په توگه په دغه کمېسیون کې شته.

کوم محصلان چې استول کېږي يا استول شوي دي تر ډېره به د طب،انجينرۍ،کاني انجينرۍ،حقوقو،برېښنا،چاپېريال ساتنې،ژورناليزم او اروا پوهنې په برخو کې لوړې زده کړې کوي.

په دې ترڅ کې تر دې مهاله دريو هېوادونو، هند،ماليزيا او ترکيې ته افغان محصلان استول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .