له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي کمپاین بشپړ شو

د خپريدو وخت: 05:35 گرینویچ - پنجشنبه 03 جنوري 2013 - 14 مرغومی 1391

د دغه بنسټ مسوولین وايي، چې له ولسمشره نیولې تر عامو وګړو یې لاسلیکونه اخېستي او دغه کار له ښځو سره د زور زیاتي په اړه پوهاوی او د مخنیوي په برخه کې یې یو نوښت دی.

له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون د تطبیق لپاره د لاسلیکونو راټولولو یو ټولنیز کمپاین په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.

دغه کمپاین چې د افغان مېرمنو او ماشومانو د پرمختیا او ملاتړ په نامه یوه بنسټ پیل کړی و، په ترڅ کې یې له درې زرو کسانو لاسلیکونه اخېستل شوي، چې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون ملاتړ به کوي.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، چې له ولسمشره نیولې تر عامو وګړو یې لاسلیکونه اخېستي او دغه کار له ښځو سره د زور زیاتي په اړه پوهاوی او د مخنیوي په برخه کې یې یو نوښت دی.

دوی وايي، چې د راټولو شویو لاسلیکونو کاپیانې به ملګرو ملتونو او د افغان حکومت بېلابېلو ادارو ته وسپاري.

دغه کمپاین د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشتې په ۲۵ له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په تړاو په کابل کې پیل شوی و او په ۲۰ ورځو کې بشپړ شو.

د دغه خوځښت تر سره کوونکې اداره د افغان مېرمنو او ماشومانو د پرمختیا او ملاتړ بنسټ نومېږي او چارواکي یې وايي، چې له ولسمشره نیولې تر عامو افغانانو درې زره کسانو ورسره د دغه کمپاین په ترڅ کې لاسلیکونه کړي، چې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون ملاتړ به کوي.

د یاد بنسټ مشرې زهرا سپهر وویل، چې له دغه خوځښته یې مقصد له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون په اړه د خلکو خبرول او له دوی څخه دا ژمنه اخېستل وو، چې د یاد قانون د پلي کولو ملاتړ به کوي.

"د یاد بنسټ مشرې زهرا سپهر وویل، چې له دغه خوځښته یې مقصد له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون په اړه د خلکو خبرول او له دوی څخه دا ژمنه اخېستل وو، چې د یاد قانون د پلي کولو ملاتړ به کوي."

"ډېر خلک پر دې باور وو، چې د دغو لاسلیکونو اخېستل یو بې ځایه کار دی او هېڅ ګټه نه لري. خو موږ پر دې باور لرو، چې هغو درې زرو کسانو چې له موږ سره یې لاسلیکونه کړي دي، موږ ته یې درې زره اخلاقي ژمنې راسپارلې دي. درې زره ویده وجدانونه ښايي راویښ شوي وي. ډېر داسې کسان وو، چې کله به یې لاسلیک کاوه لاس به یې رېږدېده. داسې ډېرې مېرمنې وې، چې کله به یې لاسلیک کاوه، سترګو ته به یې اوښکې راغلې."

د غونډې نورو ګډونوالو هم دا یو ګټور کار وباله او ټولو په یوه خوله د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د یاد قانون په پلي کولو کې ونډه واخلي او له حکومت سره په دې برخه کې اوږه پر اوږه کار وکړي.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ دا خوځښت له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون په اړه د ټولپوهاوي لپاره یو ګټور ګام بولي.

په افغانستان کې د تېرې لسیزې په اوږدو کې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هڅې کړې، خو مدني بنسټونه دا کار کافي نه بولي او لا هم په دغه هېواد کې له ښځو سره زور زیاتی د پرمختګ پر وړاندې یوه ستره ننګونه ګڼي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .