بهر کې د ځینو وژل شوو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

د خپريدو وخت: 07:36 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

لويديځو هېوادو ته د افغانانو د ورتلو کچه په وروستيو کې لوړه شوې.

د افغانستان پلازمېنې کابل ته د یونان په اوبو کې د هغو وژل شوو ۲۲ افغان کډوالو له ډلې پنځه یې ولیږدول شول، چې کابو درې اوونۍ وړاندې د یونان په سواحل کې یې بېړۍ غرقه شوې وه.

په دغه بېړۍ کې ټول ټال ۳۰ کسان سپاره وو، چې ويل کېږي ۲۲ يې افغانان دي.

دارنګه، په ترکیه کې د دوو مړو شوو محصلینو مړي هم کابل ته را وړل شوي دي.

دغه محصلین وړمه ورځ په ترکیه کې د غازو د ډبې په چاودنه کې وژل شوي وو.

خو لا هم ګڼ شمېر کورنۍ په کابل کې د هغوی مړو ته په تمه دي.

شیرین اغا د ننګرهار د شیرازدو اوسیدونکی دی.

دی وايي له تیرو پنځلسو ورځو راهیسې د خپل زوی مړي پسې ځوریږي خو وايي لا یې هم د ځوی مړی دحکومت له ژمنو سرسره کابل ته نه دی رالیږدول شوی.

نوموړی پر حکومت تورې کوي، چې خپلې ژمنې یې د دغو مړو په ژر رالیږدولو کې نه دي پوره کړي.

شیرین اغا، چې د خپل ځوان زوی لوی تصویر یې په لاس کې وو بي بي سي ته په ژړغوني غږ وویل، چې زوی یې په کلي کې د دښمنۍ له امله اورپا ته استاو خو وايي، له یوې بدبختۍ دخلاصیدو په تمه په بله کې ښکیل شو:

''زوی مې له دولسم ټولګي خلاص شوی و، موږ دښمني لرو، اته تنه مو مخکې هم وژل شوي دي، غوښتل مې زوی له دغې دښمنۍ نور خلاص شي، خو له بدمرغه د غریبۍ او دښمنۍ له ویرې د دې پيښې ښکار شو.''

"دا لومړی ځل نه دی، چې افغانان اورپا پر لار په سمندر کې وژل کیږي پخوا هم ګڼ شمیر افغانان پر اروپا ته پرخطرناکو لارو وژل شوې دي."

نوموړی له حکومت غواړي، چې د خپل زوی مړی دې له یونانه ژور را انتقال کړي.

افغان حکومت وايي، چې نور مړي به هم په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې افغانان اورپا پر لار په سمندر کې وژل کیږي پخوا هم ګڼ شمیر افغانان پر اروپا ته پرخطرناکو لارو وژل شوې دي.

لويديځو هېوادو ته د افغانانو د ورتلو کچه په وروستيو کې لوړه شوې او خلک له هرې قانوني او غير قانوني لارې هڅه کوي ځانونه د امنيت او ژوند له اړخه خوندي او هوسا هېوادونو ته ورسوي.

خو ځينې يې د لارو په اوږدو کې له بوږنوونکو پېښو سره مخامخ کېږي، چې يوه يې همدا ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .