میندې لېونۍ دي، نادانې دي

د خپريدو وخت: 12:16 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391
ضرت خان

د یونان د سمندر له قربانیانو، یو یې ما له ډېره وخت پېژانده. دی حضرت خان نومېده، منډلی- اوږد ځوان و. یوازې یې دوه اولادونه لرل.

نن (جمعه/جنوري څلورمه) له هغو ۲۲ ځوانیمرګو د پنځو مړي یې کابل ته راوړل شول، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د ترکیې او یونان ترمنځ سمندر کې کښتۍ ډوبه شوې وه.

افغانان که پخوا په جنګ جګړو کې وژل کېدل او لا هم وژل کېږي خواوس یوه بله بلا هم پيدا شوې چې د افغانان ژوند اخلي.

دا بلا ډېره نا ځوانه ده، د ځوانانو د ژوند بلا ده. دې بلا د ډېرو افغانانو په کور کې مېلمستیا کړې ده او لا هم مېلمنه ده.

له دې بلا د خلاصون لپاره ډېر ځوانان قرباني شوي دي او لا هم قرباني کېږي، دا داسې بلا ده، چې پر ټولو حاکمیت چلوي.

دا لویه بلا فقر دی، غربت دی، نیستي ده، بې وزلي ده او مجبوريت دی. همدې بې وزلۍ او غربت یو ځل بیا ۲۲ کورنۍ د ویر په ټغر کینولې.

تنکي ځوانان یې و خوړل. میندې یې کونډې کړې، بچي یې یتیمان کړل او پلرونه یې بې اولاده کړل.

خدایه! د دغه لوی دښمن ټغر نور زموږ له کور ټول کړې، چې نور مو ځوانان د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د دغې تورې بلا ښکار نه شي.

خدایه! هغه په خپله سزا ورسوې، چې ددغو بې وزلو حقونه یې خوړلي او دغه بې وزلي یې د یوې ډوډۍ مړۍ د پیدا کولو لېوني کړي دي.

میندې، یو زوی په څومره تکلیف او ناخوالو ستر کړي، خو غربت یې څومره ژر ترې په اسانۍ اخلي. د بې وزلۍ د لرې کېدو لپاره بې سارې مرستې و شوې، خو لا هم له ټولو نه د دغې بلا د ورکېدو لاره ورکه ده.

هېڅوک نه پوهېږي، چې ولې لاهم له دومره مرستو سره سره افغانان د غربت قرباني کېږي.

ښایي د څو ظالمانو لاس ته دغه پیسې ورغلې وي، خو دغه ظالمان او پردي حق خواره د هغې مور حال ته نه ګوري، چې زوی یې د یو ټوک ډوډۍ د پيدا کولو لپاره لېږلی وي خو خبره نه وي، چې دغه ډوډۍ یې د زوی په مرګ تمامېږي.

رښتیا چې ځینې زړونه له تېږو هم سخت وي. د یونان د سمندر له قربانیانو، یو یې ما له ډېره وخت پېژانده. دی حضرت خان نومېده، منډلی- اوږد ځوان و. یوازې یې دوه اولادونه لرل.

څه موده یې په ملي پولیسو او سرحدي پولیسو کې هم کار کړی و خو په خپله سیمه کې د ناامنۍ د ډېردو له وېرې اروپا ته روان شوی و.

هېڅوک نه پوهېږي، چې ولې لاهم له دومره مرستو سره سره افغانان د غربت قرباني کېږي.

دی خبر نه و، چې له یوې بلا ځان خلاصوي او په بله بلا به اوړي. ده به ښايي دا خوب هم نه و لیدلی، چې دواړه اولادونه به یې بې سرپرسته کېږي او مور به یې بوره کېږي.

خو بې وزلۍ دا هر څه ور پېښ کړل. د هغه د مور په څېر شل نورې میندې هم بورې شوې. دغو میندو زامن د زړه په وینو لوی کړل خو رښتیا چې وايي:

چې کیني نورو وطنونو ته زلمي لویوي

میندې لېونۍ دې، نادانې دي

خو لا هم امید شته، چې یوه ورځ به دغه بلا زموږ له کوره وځي، په خپل کور کې به په نس مړېږو، په خپل کور کې به مو ژوند هوسا او ارامه وي، د نور لاس ته به تل مجبوره نه یو.

د سیالانو سیلان به یو. ښايي مشران او هغه چې په ټوله شتمنۍ یې خېټې اچولې، یوه ورځ دا درک کړي، چې په دې شتمنۍ کې د نور حق هم شته.

په همدې هیله.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .