په افغانستان کې د پاتې کېدونکوامريکايي عسکرو شمېر

د خپريدو وخت: 04:49 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

جنرال الن د امريکا دفاع وزارت ته وړانديز کړى چې له شپږو نه تر شلو زرو پورې عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لوى قومندان جنرال جان الن د لومړي ځل لپاره تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي عسکرو احتمالي شمېر په گوته کړى دى.

جنرال الن د امريکا دفاع وزارت ته وړانديز کړى چې له شپږو نه تر شلو زرو پورې عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي.

د نيويارک ټايمز دورځپاڼې په وينا جنرال الن له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي عسکرود شمېر په اړه د امريکا دفاع وزارت ته درې پلانونه وړاندې کړي دي.

لومړي پلان کې د عسکرو شمېر ۶۰۰۰، دويم پلان کې ۱۰۰۰۰ او دريم پلان کې ۲۰۰۰۰ ښوول شوى دى.

د هرپلان د خطرونو کچه هم په گوته شوې ده چې د يوه جگپوړي امريکايي پوځي چارواکي په وينا چې په احتمالي ډول د شپږزرو عسکرو خطر به خورا ډېراو د شل زرو هغو خطرونه به کم وي.

د جنرال دغه وړانديزونه په افغانستان کې د ترهگرو ډلو په وړاندې په مبارزه او افغان پوځ د روزنې او ملاتړ په چارو کې دامريکايي ځواکونو د ښکېلتيا کچه ټاکي.

د امريکا ددفاع وزارت يو چارواکى وايي که له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې شپږ زره امريکايي عسکر پاتې شي، نو دغه ځواکونه به تر ډېره د ترهگرۍ ضد عملياتو کې ښکېل وي او د کوماندويي او ځانگړو ځواکونو په توگه به د اورپکو ښکار کوي او د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره به يې امکانات محدود وي.

له لس زرو عسکرو سره به امريکا وکولى شي چې د افغان پوځ د روزنې چاره پراخه کړي.

او له شلو زرو عسکرو سره به د ولسمشر اوباما اداره وکولى شي چې د افغانستان ځينو محدودو سيمو کې گزمې هم ترسره کړي.

د امريکا ددفاع وزارت چارواکي وايي تر اوسه پورې څرگنده نه ده چې ايا ولسمشر اوبا دغه وړانديزونه ارزولي دي او که اټکل کېږي چې په دې اړه به راتلونکې اوونۍ سپېنې ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي.

اوس شاوخوا شپږ شپيته زره امريکايي عسکر افغانستان کې دېره دي.

د ناټو او افغانستان حکومت ترمنځ د شوې موافقې له مخې د ناټو جگړه ييز ماموريت ٢٠١٤ کال په سيپټمبر کې پاى ته رسېږي او امنيتي مسووليتونه په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته لېږدول کېږي.

خو د امريکا ددفاع وزارت د رپوټونو پربنسټ، له ٢٠١٤ کال وروسته د ثبات د ساتلو لپاره افغانستان مرستې ته اړتيا لري.

تېره مياشت د پنتاگون له لوري خپور شوي يوه رپوټ کې ويل شوي چې د افغان پوځ له ٢٣ لواگانو نه يوازې يوه يې دا وړتيا لري چې د امريکايي او ناټو ځواکونو له هوايي ملاتړ پرته په مستقلانه ډول دندې ترسره کړي.

که څه هم چې افغان ځواکونه د شمېر له پلوه ډېر دي، خو لکه څنگه چې د افغانستان دفاع وزارت وايي د هوايي ځواک، وسلو او جگړه ييز تخنيک او استخباراتو له نظره له سختو ننگونو سره مخامخ دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .