غزني کې یو خصوصي امنيتي شرکت لغوه شو

د خپريدو وخت: 18:44 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

په غزني کې منحل شوى شخصي امنيتي بنسټ اى،ټي، اين نومېده.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ ګڼې فرمان د پلي کېدو په ترڅ کې په غزني کې د اى، ټي، اېن په نامۀ خصوصي امنيتي شرکت لغوه شو.

په دې سره له غزني نه تر کندهاره د اکمالاتي کتارونو بدرګه کول د کورنيو چارو د عامه ساتنې پوليسو ته وسپارل شول.

د غزني والي موسى خان اکبر زاده بي بي سي ته ويلي په خصوصي امنيتي بنسټ تور و چې ګواکې خپله يې د پوځي اکمالاتي کتارونو ګاډي سوځول او نا امنۍ ته يې لمنه وهله، چې په وينا يې اوس به دا ستونزه هواره شي.

په غزني کې منحل شوى شخصي امنيتي بنسټ اى،ټي، اين نومېده، چې ۵۰۰ کسان يې تر روغتيايي کتنو او يو شمېر نورو ارزونو وروسته، د کورنيو چارو د عامه ساتنې د پوليسو برخه وګرځېدل.

د غزني والي موسى خان اکبر زاده وايي دغې کمپنۍ به اکمالاتي کتارونه بدرګه کول، خو وايي اوس به د عامه ساتنې پوليس په څرګند يونېفورم او ثبت شوې وسلې سره د دغو کتارونو ملتيا کوي.

ښاغلي اکبر زاده وويل د يو شمېر تورونو پر بنسټ ګواکې د شخصي امنيتي کمپنۍ وسله وال په فساد کې ښکېل وو.

دوی وايي ويل کېدل دغو وسله والو کله کله خپله د اکمالاتي کتارونو ګاډي سوځول، پيسې يې اخستې او په ټوله کې يې د نا امنۍ اور ته لمنه وهله.

ښاغلي اکبر زاده وويل چې اوس به دا ستونزې نه وي او له غزني نه تر کندهاره به ياد شوي کتارونه د يوه نظم پر بنسټ په خوندي ډول بدرګه کول کېږي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ ګڼې فرمان د پلي کېدو د ارزونې کميسیون مخکې بي بي سي ته ويلي وو چې په دې وروستيو کې له يو شمېر نورو شرکتونو هم وسلې اخیستل شوي خو شرکتونه لا هم نه دي منحل شوي.

همدا راز يې ويلي و چې يو شمېر شرکتونه د بهرنيو ځواکونو په اډو کې دي چې بايد پر منحلولو يې له هغوى سره ګډ کار وشي.

شاوخوا دوه کاله مخکې ولسمشر حامد کرزي دغه شرکتونه له افغان حکومت سره موازي حکومتونه بللي وو او د هغو د منحلولو امر يې کړې و.

د اړوندو چارواکو په وينا تر دې مهاله ۵۷ شرکتونه منحل کړاى شوي او ۳۶ لا پاتې دي.

شاوخوا څلور مياشتې مخکې د افغانستان کورنيو چارو وزارت خبر ورکړى و چې د پاتې خصوصي امنيتي شرکتونو د منحلولو چارې يې هم يو ځل بيا پيل کړي دي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم جوت ګام نه و تر سترګو شوى.

د اړوندو چارواکو د شمېرو له مخه په اوس مهالو خصوصي شرکتونو کې زرګونه کسان پر دندو بوخت دي.

د ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ګڼې فرمان د پلي کېدو د ارزونې کميسون مخکې بي بي سي ته ويلي و چې د ستونزو د مخنيوي په موخه بايد د دغو شرکتونو بې وسلې شويو ساتونکو ته د پوليسو په جوړښت کې ځاى ورکړل شي چې د چارواکو په وينا په غزني کې همداسې وشول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .