هلمندي بزګرو ته د زعفران تخم ورکول کېږي

د خپريدو وخت: 10:37 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

د هلمند د کرنې ریاست وار له مخه د زعفران د کرکېلې په برخه کې لسګونو کروندګرو ته روزنه ورکړې.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې ډېر ژر به ددغه ولایت په یوولسو ولسوالیو کې د زعفران کښت دود کړي.

چارواکي تمه ښيي چې د زعفران د تخم د وېش لړۍ به ددغه ولایت د دیشو او باغران پرته په نورو ټولو ولسوالیو کې سر له نوې اوونۍ پیل شي.

د هلمند ولایت د کرنې رییس انجنیر عبدالله احمدزی وایي چې د هلمند هوا د زعفران د کښت لپاره وړ او په تېرو دوو کلونو کې په ازمایښتي توګه ددغه بوټي له کښته مثبتې پایلې ترلاسه کړې:

''زعفران د تریاکو په څېر په نړیواله کچه ښه بازار لري او ددغه ناوړه بوټي ښه ځای ناستی هم دی، او بله ګټه یې دا ده چې خواري یې لږ او محصول یې ډېر دی.''

چارواکي وایي د اوسمهال لپاره به ددغه پروګرام له مخې به په هره ولسوالۍ کې پر ۲۰ جرېبه ځمګه د زعفران پیاز وکرل شي.

د هلمند د کرنې ریاست وار له مخه د زعفران د کرکېلې په برخه کې لسګونو کروندګرو ته روزنه ورکړې.

هلمند د افغانستان له هغو تودو سیمو دی، چې تر ډېره د کرنې لپاره ښه هوا لري، خو اوسمهال ددغه هېواد د هغو درېیو ولایتونو څخه یو دی چې په کې د افغانستان ۹۰ سلنه تریاک تولیدېږي.

د هلمند د کرنې چارواکي پر داسې مهال په دغه ولایت کې د زعفران د کښت دودولو ته ملاتړلې، چې کروندګرو په دغه ولایت کې د خپلو محصولاتو په ځانګړې توګه د پنبې لپاره د یوه ناسم بازار د نشتوالي په اړه شکایت کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .