'ملي بودجه کې د خلکو لومړیتوبونو ته پام وکړﺉ'

د خپريدو وخت: 12:54 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

دغه ډله وايي عام خلک بايد په دې پوه شي چې د ولايت لپاره يې څومره پيسې بېلې شوي او په کومو پروژو لګېدلي دي.

د افغانستان د شفافيت څار ډلې د افغانستان له ماليې وزارت غوښتي چې د افغانستان ملي بودجه د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره جوړه کړي.

له هغه وروسته چې د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۲ کال ملي بوديجه د نا انډولۍ له امله رد کړه د افغانانو د شفافيت او حساب ورکولو ايتلاف، د افغانستان ملي شورا، مدني ټولنې او د ماليې وزارت يې د راتلونکي وېش پر څرنګوالي بحث کوي.

د شفافيت د څار ډلې وايي په رد شوې بوديجه کې تر ډېره د ولس لومړيتوبونو ته پام نه دی شوی او سپارښتنه يې دا وه چې حکومت بايد د بودېجې په بېلولو کې خلکو ته ونډه ورکړي.

د دغې ادارې د عدالت د برخې د مشر سيد اکرام افضلي وړانديز دا دی، عام خلک بايد په دې پوه شي چې په ولايت کې يې کومو پروژو ته څومره پېسې بېلې شوي او تر کومه دغه پروژې پلې شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي د ۱۳۹۲ کال په ملي بودجه کې د پوهنې، روغتيا او ټولنيز مصوونيت برخو ته ډېر لږ پام شوی په داسې حال کې چې د امنیت لپاره نژدې ۶۰ سلنه بوديجه بېله شوې ده.

د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخېل:

"خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي ټولو ولايتونو ته يو خېل د بوديجې وېش ناشونې ده. دوی وايي لويو پروژو ته په کتو دا ګرانه ده چې بوديجه دې په ولايتي کچه بېله شي."

''په عادي بوديجه کې نژدې شپېته سلنه امنيتي سکتور ته بېلېږي، په داسې حال کې چې په دغه بوديجه کې د روغتيا برخې ته يوازې دوه سلنه بېله شوې ده. وګورﺉ دوه سلنه له شپېته سلنې سره اصلآ د مقايسې وړ نه ده. افغانستان په نړۍ کې دويم هغه هېواد دی یچې د مور او ماشوم د مړينې کچه په کې ډېره ده.''

د ۱۳۹۲ کال بوديجه ځکه رد شوه چې، ولسي جرګه وايي متوازنه نه ده، دوی وايي ځينو ولايتونو ته ډېره او ځينو نورو ته بيا ډېره لږه بوديجه بېله شوې ده.

خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي ټولو ولايتونو ته يو خېل د بوديجې وېش ناشونې ده. دوی وايي لويو پروژو ته په کتو دا ګرانه ده چې بوديجه دې په ولايتي کچه بېله شي.

خو دوی وايي ډېره هڅه به وکړي چې د خلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .