افغانستان کې یوټیوب وېبپاڼه پرانیستل شوه

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

د افغانستان د مخابراتو اومالوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې دغه پاڼه یې د اطلاعات او کلتورو وزارت له رسمي غوښتنې وروسته بیرته پرانیستې ده.

په افغانستان کې یوټیوب ټولنیزه پاڼه، چې له میاشتو راهیسې تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوه.

د ويډيوگانو شريکوونکې پاڼه یوټیوب، چې نژدې نهمه میاشتې مخکې افغان حکومت تړلې وه، اوس د اړوندو چارواکو له خوا بیرته پرانیستل شوې ده.

دغه ویب پاڼه د افغانستان د امنیت شورا په غوښتنه وروسته له هغه وتړل شوه، چې په امريکا کې د اسلام د پيغمبر(ص) په اړه د يوه سپکوونکي فلم تر خپریدلو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالو ډک لاریونونه وشول.

اوس د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، دغه تولنیزه پاڼه بیرته پرانستل شوې ده.

د دغه وزارت د اترا ادارې مرستیال عبدالمالک نظري بي بي سي ته وویل، چې د اطلاعات او کلتور وزارت په رسمي غوښتنه یې دغه پاڼه بیرته پرانیستې ده او اوس یې مینه وال په هر ځای کې کتلی شي.

دارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین هم په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې دغه ویډیو شریکونکې پاڼه بیرته پرانستل شوې خو هغه هېله څرګنده کړې، چې د پاڼې مینه والو به د هغې د استعمال سمه لاره زده کړې وي.

د دغې پاڼې ځینو مینه والو هم بي بي سي ته ویلي، چې دغه اوس کتلی شي.

یوټیوب پاڼه په افغانستان کې د هغو خلکو پر مخ تړلې وه، چې له حکومتي انټرنېټ یې استفاده کوله.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .