سږکال د هرات زعفرانو تولید ٪۵۰ ډېر شوی

د خپريدو وخت: 12:28 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391
زعفران

افغانستان کې د یو کیلو زعفرانو بیه ۶۰ زره افغانۍ ده.

د هرات په ۱۳ ولسوالیو کې زعفران کرل کیږي. په پاتې دوو نورو ولسوالیو کې هم ازمایښي تجربې ترسره شوې.

هرات په ټول افغانستان کی د زعفرانو د تولید په ډګر کې لومړی مقام لري او سږ کال چارواکی وایي لاس ته راوړنې یې ډېرې دي.

په هرات کی د زعفران کارانو د ټولنیزه شورا مشر بشیر احمد رشیدي وایي د تېر کال په پرتله د زعفرانو د تولید کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې:

''تېر کال په هرات کی د ۱۸۰۰ نه تر ۲۰۰ کیلوګرامه زعفران تولید شوي وو سږ کال د هغو مالوماتو له مخې چې د زعفرانو په ډګر کې مو له فعاله ټولنو ترلاسه کړي، څه د پاسه درې زره کیلوګرامه زعفران په هرات کې ترلاسه شوي.''

دا شمېرې د ښاغلي رشیدي په وینا ښیي چې سږ کال د ټول افغانستان ۹۵ سلنه زعفران په هرات کې تولید شوی، خو ایا کوم عوامل د دغه پرمختګ سبب شوی:

''سږ کال د محصول د راټولولو فصل کې هوا مناسبه وه او کروندګر له دې امله زیانمن شوي نه دي. له بلې خوا د زعفران د تولید کچه د هر کال په تېرېدو سره خپله لوړیږي. څومره چې د کرل شوي زعفرانو عمر زیاتیزي، د تولید کچه هم د هرکال په تېرېدو سره زیاتیږي. زعفران تر بل هر وخت هغه مهال ډېر محصول ورکوي چې ۴ یا ۵ کاله پرې تېر شوي وي.''

سره له دې چې هر کال د زعفرانو د تولید کچه لوړیږي، خو په معیاري توګه د هغو د پروسس او د مناسبو بازارونو نشتوالی لا هم د کروندګرو د ډيرې ودې مخه نیسي.

د هرات د کرنې د ادارې مشر فقیر احمد بیانګر وایي:

زعفران

تمه کېږي چې په زیاته کچه په افغانستان کې د زعفرانو د کښت په رواجېدو سره د بېوزله کروندګرو په اقتصادي حالت کې د پام وړ بدلون راشي.

''که څه هم په هرات کې د زعفرانو د پروسس ابتدایي مرکزونه شته خو دا مرکزونه هم باید مدرنه بڼه غوره کړي او په معیاري څانګو بدل شي. د دې ترڅنګ سره له دې چې په دې وروستیو کی ۱۰۰ کیلو زعفران فرانسې او ۶۰ کیلو هم اسپانیا ته لیږل شوي، خو په کار ده چې له یوې خوا نور مناسب بازارونه پیدا کړو او له بل اړخه یا په کابل او یا په هرات کې داسې یو مرکز جوړ شي چې د افغانستان زعفران تایید کړي او د تصدیق پاڼې ورکړي.''

په هرات کې اوس مهال د زعفرانو د تولید ۱۴ شرکتونه او د زعفران کارانو ۲۵ ټولنې فعالیت لري.

هرات دغه راز هڅه کوي چې د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د زعفرانو د کښت د رواجولو لپاره خپېی تجربې له نورو کروندګرو سره شریکې کړي.

په دې بهیر کې پرمختګ هم شوی. اوس د افغانستان په کورنیو بازارونو کې یو کیلو زعفران په ۶۰ زره افغانۍ خرڅېږي.

تمه کېږي چې په زیاته کچه په افغانستان کې د زعفرانو د کښت په رواجېدو سره د بېوزله کروندګرو په اقتصادي حالت کې د پام وړ بدلون راشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .