کونړ کې پر پېچ سیند د برېښنا بند جوړېږي

د خپريدو وخت: 12:20 گرینویچ - 06 جنوري 2013 - 17 مرغومی 1391

د افغانستان نژدې ۷۰ سلنه اوبه ګاونډيو هېوادو ته بهېږي چې کېدای شي ۲۵زره مېګاواټه برېښنا توليد کړي، په داسې حال چې اوس يې له يوازې پنځه زره مېګاواټه برېښنا څخه ګټه اخيستل کېږي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د هېواد په ختيځ کونړ کې پر پېچ سيند د مناګي د برېښنا بند جوړولو اعلان وکړ.

افغان مقامات وايي د دغه بند لګښت د افغان دولت له لوري ورکول کېږي او چارې به يې په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړې شي.

د مناګي بند د جوړېدو تړون له يوه افغاني شرکت سره شوی چې په جوړېدو به يې د کونړ څلور زره کورنۍ له برېښنا برخمنې او سلګونه کسانو ته کار پيدا شي.

د مناګي د برېښنا بند د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د نژدې ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړېږي چې پېسې يې د افغان دولت له بوديجې ورکول کېږي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په سويلي او ختيځو سيمو کې د برېښنا د بندونو جوړېدو پر مهال يو لړ امنيتي ستونزې راولاړې شوې چې د بندونو د جوړېدو چارې يې ټکنۍ کړې دي.

پوښتنه دا ده چې حکومت به وکړای شي په کونړ کې د مناګي بند پروژه پرته له امنيتي ننګونو بشپړه کړي که څنګه.؟

د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل د برېښنا د لويو پروژو پر وړاندې د پرتو ستونزو پخلی کوي، خو وايي حکومت يې له مخې د لرې کولو وړتيا لري.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شاهدالله شاهد هم د امنيتي ستونزو د مخنيوي په برخه کې له حکومت سره خپل ټينګ ملاتړ وښود، ويې ويل کونړيان په دې لړ کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.

دا هغه ستر بند نه دی چې له تېرو لسيزو راهيسې افغانان د کونړ پر سيند د جوړېدو انتظار باسي.

"د کونړ پر سيند د برېښنا د تر ټولو لوی بند پر وړاندې لويه ننګونه د ګاونډيانو له لوري د دغه بند پر وړاندې ستونزې يادېږي، خو د اوبو او برېښنا وزارت بيا د دغه بند د نه جوړېدو لوی لامل د بوديجې نشتوالی بولي."

د کونړ پر سيند د برېښنا د تر ټولو لوی بند پر وړاندې لويه ننګونه د ګاونډيانو له لوري د دغه بند پر وړاندې ستونزې يادېږي، خو د اوبو او برېښنا وزارت بيا د دغه بند د نه جوړېدو لوی لامل د بوديجې نشتوالی بولي.

چارواکي وايي پر دغه بند شاوخوا دوه ميليارده ډالره لګښت راځي چې په اوس مهال د حکومت له وسه بهر دي.

د افغانستان نژدې ۷۰ سلنه اوبه ګاونډيو هېوادو ته بهېږي چې کېدای شي ۲۵زره مېګاواټه برېښنا توليد کړي، په داسې حال چې اوس يې له يوازې پنځه زره مېګاواټه برېښنا څخه ګټه اخيستل کېږي.

بل لور ته د افغانستان د ماليې وزارت د اسيا له پراختيايي بانک سره د افغانستان په شمال کې د کندوز او بغلان ولايتونو ته د برېښنا د مزو د غځولو يو تړون هم لاسليک کړی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .