طالبانو ګمارلي پوځي برتانوی سرتېری وواژۀ

د خپريدو وخت: 05:25 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

دا په روان ۲۰۱۳ کال کې د افغان پوځ له یونیفورم په ګټې اخیستو پر بهرنیو ځواکونو لومړی برید دی.

د برتانیا دفاع وزارت ویلي، د افغان ملي پوځ په جامو کې یوه برید کوونکي په هلمند ولایت کې یو برتانوی سرتېری په ډزو وژلی دی.

سرچینه وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د هلمند نهر سراج ولسوالۍ په یوه پوځي اډه کې برید کوونکي پر بهرنیو سرتېرو د ګزمې پرمهال برید وکړ.

طالبانو ویلي، چې برید کوونکی د دوی له لوري ګمارل شوی.

د برتانیا دفاع وزارت وايي، لومړی بریدګر پر افغان سرتېرو ډزې کړې، او بیا یې پر برتانوي عسکرو د ټوپک خوله راړولې ده، خو برید کوونکی هم وژل شوی دی.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چې د هېواد په سوېل کې یو ایساف سرتېری وژل شوی.

ایساف په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چې دغه سرتېری د افغان پوځ دریشي لرونکي برید کوونکي په ډزو وژل شوی دی.

د وژل شوي سرتېري هویت او د پېښې اصلي ځای نه دی په ډاګه شوی.

نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ویلي ویلي چې د پېښې په اړه پلټنه روانه ده.

دا په روان ۲۰۱۳ کال کې پر بهرنیو سرتېرو د افغان ځواکونو په جامو کې دویم برید دی.

طالبان

وسله والو طالبانو ددغه برید پړه منلې ده.

ددغې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلې ویناپاڼه کې ویلي، چې برید د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر برتانوي پوځيانو شوی دی.

نوموړی ادعا کوي، چې د تېر ماښام په دغه برید کې د طالبانو له لوري ګمارل شوي افغان عسکر پر بهرنیو هغو د خپل توپک خوله راړولې او 'اته' کسه یې وژلي دي.

دی وايي چې برید کوونکی له برید وروسته تښتېدلی، خو د افغان عسکرو له یوې پوستې د تېرېدا پرمهال وژل شوی دی.

وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو، چې د دغه هېواد په امنيتي ځواکونو کې د وسله والو مخالفانو نفوذ دوى او بهرنيو ځواکونو دواړو ته لويه اندېښنه ده.

افغان حکومت او ناټو په گډه سره،په افغان امنيتي ځواکونو کې د وسلوالو مخالفانو د نفوذ مخه نيول غواړي.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۲، دسمبر ۲۴

    یوې افغانې ساتنمې د کابل امنیه قومندانۍ کې یو امریکایی پوځي سلاکار په ډزو وژلی دی. برید کوونکې نیول شوې ده.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جان الن هم ويلي دي چې پنځه ويشت سلنه بريدونه د وسلوالو مخافانو نفوذ ښيي او د نورو تر شا نو لاملونه دي.

دغو بریدونو د ولسمشر اوباما په ګډون جګپوړي امریکايي چارواکي سخت اندېښمن کړي وو.

په وروستېو شپږو مياشتو کې تر ۴۰ ډېر بهرني سرتېري د هغو کسانو په ډزو وژل شوي چې د افغانستان د ملي اردو او پوليسو يونيفورم يې پر تن وو.

په افغانستان کې يو شمېر کتونکي د پاکستان او ايران استخباراتي کړۍ تورنوي چې هڅه کوي د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نفوذ وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .