افغانستان: تېر کال نیمه پرمختیايي بودیجه لګول شوې

د خپريدو وخت: 10:45 گرینویچ - چارشنبه 09 جنوري 2013 - 20 مرغومی 1391

ولسي جرګه هم مني، چې تېرکال د بودیجې په تصویب کې ځنډ شوی او د دغې جرګې غړي ځان هم پړ ګڼي.

د افغانستان د تېر کال پرمختيايي بودیجه څه باندې ۲۰۰۰ ميليونه ډالره وه چې نيمايي يې لگېدلې او نوره يې پر ځاى پاتې ده.

د بی بي سي د موندنو پر بنسټ د ولسي جرګې له خوا پر خپل وخت د بودیجې نه تصویبېدل، د کافي ظرفیتونو نشتوالی، ناامني، اداري فساد، په وزارتونو کې معاملې او پيچلی تدارکاتي سیستم او د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د ژمنه شویو مرستو نه ورکول هغه مهم لاملونه دي، چې د تېر کال پرمختايي بودیجه کافي نه ده مصرف شوې.

د مالیې وزارت مالي معین مصطفی مستور وايي، تېر کال مرسته کوونکو هېوادونو د ټولې بودیجې څه دپاسه ۱۰ سلنه پيسې وزارتونو ته نه دي ورکړي.

په دې پیسو کې نژدې ۸۰ میلیونه ډالره د امریکا د نړیوالي پرمختیا ادارې یو ایس ای ډي او شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره د نړیوال بانک مرستې دی، چې په ۱۳۹۰ کال کې یې افغان حکومت ته د ورکولو ژمنه کړې وه.

دامریکا نړیواله پرمختیایي اداره وايي، دغه ژمنه شوې پيسې افغان حکومت ته ورکوي خو په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه کوي.

نړیوال بانک بیا وايي، په تیر کال کې یې دغه پیسې په کابل بانک کې دمالي کړکیچ، د ظرفیتونو د نشتوالی او په حکومت کې دژمنه شویو سمونونو د نه راوستلو له امله افغان حکومت ته نه دي ورکړي. په دغه بانک کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، که افغان حکومت ژمنه شوي سمونونه راولي، لا ډېرې مرستې به ورسره وکړي.

د ولسي جرګې او ماليې وزارت دمالوماتو له مخې ۱۱ وزارتونو له هرو سلو ډالرو يا افغانيو پنځوس يا تر دې هم لږ لگولې او نورې ورڅخه پاتې دي چې ولسي جرګې یې په غبرګون کې د دغو وزارتونو د وزیرانو د استیضاح پرېکړه هم کړې ده.

"د ولسي جرګې او ماليې وزارت دمالوماتو له مخې ۱۱ وزارتونو له هرو سلو ډالرو يا افغانيو پنځوس يا تر دې هم لږ لگولې او نورې ورڅخه پاتې دي چې ولسي جرګې یې په غبرګون کې د دغو وزارتونو د وزیرانو د استیضاح پرېکړه هم کړې ده."

له دغو وزارتونو څخه یو یې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت دی. موږ د بیلګې په ډول د همدغه وزارت، د پرمختیايي بودیجې د نه مصرف لاملونه څېړلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېر کال پرمختيايي بودیجه څه باندې ۱۵ میلیونه ډالره وه خو د ماليې وزارت او د افغانستان د پلټنې د عالي ادارې د مالوماتو له مخې نژدې دوه میلیونه ډالره یې مصرف کړي.

د ماليې وزارت وايي، چې اطلاعاتو فرهنګ وزات یوازې ۱۲ سلنه پرمختايي بودیجه لګولې خو د دغه وزارت اداري مرستیال وزیر غلام نبي فراهي وايي، چې د ټولو پيسو نيمايي یې مصرف کړې ده.

همدغه مسله مو دمالیې وزارت مرستیال ښاغلي مستور مخې ته کېښوده. ده راته وویل، چې مالیې وزارت ته یې تېر کال ۱۵ میلیونه ډالر پرمختیايي بودیجه ځانګړې کړې وه، خو وايي یوازې دوه میلیونه یې مصرف کړې او د ښاغلي فراهي خبره نه مني.

دا دبیلګې په ډول یوازې دوه وزارتونه دي، چې په یوه دولت کې یوازې د بودیجې پر سر یو د بل خبرې ته غاړه نه ږدي، نور مسایل خو لا پر خپل ځای دي.

ښاغلی مستور وايي، په اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې د ظرفیت نشتوالی یو له هغو لاملونو څخه و، چې دغه وزارت خپله پرمختیايي بودیجه مصرف نه شوای کړی. خو دا هغه څه دي، چې ښاغلي فراهي یې نه مني.

دی وايي چې د دوی د وزارت د نده له نورو وزارتونو پیچلې ده او د تاریخي اثارو د بیا رغولو لپاره مسلکي کار کونکو او ډېر وخت ته اړتیا لري، چې ښایی د بودیجې د نه مصرف یو لامل به همدا هم وي.

د ښاغلي فراهي په وینا، په ۱۳۹۰ کال کې ولسي جرګې بودیجه له ټاکل شوي وخته نژدې دوې میاشتې وروسته تصویب کړه او دا هغه څه وو، چې د ده په وینا د پراختیايي بودیجې د نه مصرف یو لامل و.

د ولسي جرګې غبرګون

ولسي جرګه هم مني، چې تېرکال د بودیجې په تصویب کې ځنډ شوی او د دغې جرګې غړي ځان هم پړ ګڼي.

خو په سم ډول د وزارتونو له خوا د پراختیايي بودیجې نه مصرفیدل، دخلکو پر ژوند څه اغیز کولای شي؟

د مالیې وزارت مرستیال ښاغلي مستور وايي، د دې ترڅنګ چې د پرمختیايي بودیجې نه مصرفول دخلکو پر ژوند منفي تاثیر کوي، مرسته کوونکي هېوادونه هم هغو وزارتونو ته بیا پیسې نه ورکوي، چې بودیجه یې سمه نه وي مصرف کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د پلټنې عالي اداره وايي، چې له تېرو څو کلنو راهیسې د پرمختیايي بودیجې لګښت مخ په ځوړ دی.

د دغې ادارې مرستیال سید محمد مهدي حسیني وايي، اداري فساد د دغه کار یو له مهمو لاملونو څخه دی.

"که له ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۹۰ کال پورې ارزونه وکړو، نو لیدل کېږي، چې دپرمختیايي بودیجې د لګښت کچه مخ په ځوړ ده. یواځې په ۱۳۸۷ کال موږ په دې وتوانېدو چې ۵۹ سلنه پرامختیايي بودیجه مصرف کړو. خو په نورو کلونو کې موږ ۴۳، ۴۵ او له۵۰ سلنه ډېره بودیجه نه ده مصرف کړې، چې له بده مرغه یو مهم لامل یې دا دی، چې په بیلابیلو ادارو کې د فساد جرړې غځیدلې دي."

دغه اداره، چې یوه دنده یې د بودیجې د مصرف ارزول او څارل دي وايي، په تیرو څو کلونو کې دعادي بودیجي کچه او مصرف لوړ شوي دي خو وايي پرمختیايي بودیجې، هغسې چې باید ولګول شي، نه مصرفیږي.

دغه اداره د دغې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کوي، چې په وزارتونو او نورو ادارو کې مسلکي اشخاص وګومارل شي، چې پرمختیایي بودیجه سمه مصرف شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .