هېر شوي ښکلي نورستان ته سفر

د خپريدو وخت: 16:57 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

سروري: د نورستان د ټولو ښکلا وو تر شا راته يو پټه غميزه پرته ښکاره شوه

د نورستان طبيعي ښکلا، او زړه راښکونکي مناظر، د سړي پام ور اړوي. د واورو، په سپينو بړستنو يې هسک او دنګ غرونه تل پوښلي وي، کله چې د لمر وړانګې د واورو پر سپن مخ شغلې کوي نو ښکلا يې څو ځله شي.

خو، طبيعي ښکلا يوازې د يوې سيمې د خلکو ژوند نه شي هوسا کولى، سمه ده چې اوبه او طبيعي هوا به يې ښکلې وي.

له بده شامته دوه درې ځلې مو د سفر موزې پښو ته کړې، چې د نورستان په لوړو درو وګرځو خو د خرابې هوا زنځيرونو به مو د سفر اسونو ته قيزې واچولې.

مګر دا ځل د هوا په وزرو سپاره په پارون( د نورستان مرکز) کې کوز شو.

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور د وزير، سيد مخدوم رهين په مشرۍ د لوړپوړو دولتي چارواکو له بهير سره زه هم ملګرى وم .

سفر د ولسمشر د فرمان په مټ تر سره کېده، د نورستان ولايت دا مهال لکه چې په کوما کې وي ځکه چې وايګل ولسوالۍ سقوط کړى دى دوه کاله کيږي چې له طالبانو سره ده.

برګمټال او کامېدېش يې د محاصرې په حالت کې دي، څو کاله کيږي چې هلته جنګ جګړې روانې دي او بهرني او ځايي طالبان پرې بريدونه کوي او هره اونۍ په نښه ويشتونکو ټوپکو دوه پوليس وژل کيږي.

چارواکو او عامو خلکو موږ ته وويل چې په ټول نورستان کې يوه عمليات خونه نشته او زياتره خلک يې له امله ژوند بايلي . "په ټول نورستان کې يو جراحي ډاکتر نشته" يوۀ سړي وويل چې يو زوړ ډاکتر دى چې هغه هم سم عمليات نه شي کولاى.

د نورستان په مرکز کې يو کلينک دى Basic Health Center ورته وايي او د دغه ښار د ١٧ زره اوسېدونکو د درملنې يوازينى مرکز دى.

په ښوونځيو کې د ښوونکو کمى دى. په ټوله کې مسلکي ډاکټران او رنځورپوهان نشته، درمل نه پېدا کيږي. يو ورکوټى بازار لري چې بازار ورته نه شو ويلى. ډيرې حکومتي ادارې، مشران نه لري.

غږ

د نورستان په مرکز کې يو وړوکی کلينک دى چې د دغه ښار د ١٧ زره اوسېدونکو د درملنې يوازينى مرکز دی

د سپين ږيرو او مشرانو په يوه غونډه کې راته ګڼو خلکو شکايتونه وکړل، دوې په حکومت، تور ولګاوه او ويل يې چې له دوې سره تشې ژمنې کوي او په عمل کې يې نه پلې کوي.

دا نورستان ته د يو حکومتي پلاوي تر مودو وروسته يو سفر وو د خلکو شکايت دا وو چې په ټول ولايت کې دوې يو متر قير شوى سړک نه لري.

لويديځ، ختيځ او مرکزي نورستان يو بل ته د ورتګ لارې نه لري.

د لغمان نه تر لويديځ نورستان ( نورې ګرام) پورې ايله ٢٠ کيلو متره سړک جوړ دى هغه هم د سيمې خلکو په خپل زيار جوړ کړى دى. نور وران ويجاړ پروت دى.

چارواکي هم خپله خواشيني نه پټوي، د نورستان والي تميم نورستاني را ته وويل "نورستان ډير يوازې ولايت دى. د حکومتدارۍ، امنيت او مخابراتو او ګڼو نورو برخو کې دا ولايت ستونزې لري.

د نورستان د ټولو، ښکلا وو تر شا راته يو پټه غميزه پرته ښکاره شوه، زما د اوسيدو پر مهال هلته داسې راپورونه وو چې څلور پنځه، مېرمنې مړې شوې ، دوې مېندوارې وې چې له ليرې ځايه يې راوړې وې او په لاره کې مړې شوې وې.

د بيا رغونې هيڅ څرک په نورستان کې نه لګيږي زياتره پلونه يې د لرګيو دي.

بله په زړه پورې خبره دا وه چې ١٣ ميليونه افغانۍ ، چې درې پوليسو له بانکه تښتولې وې دوه پوليس يې نيولي وو هغه يو يې له قومندانۍ نه همداسې پټ تښتيدلى.

غږ

د سيمه ييزو سندر غاړو په يوه سندره کې د نورستان درد پروت و. خو تر څنګ يې د غېرت او اميد خبرې هم لرلې.

والي تميم نورستاني دا هم وويل چې لويه ستونزه يې پر وړاندې طالبان نه دي بلکې غلطه حکومتداري ده. هغه وويل: ( زه ډيرې ستونزې لرم پخوانيو چارواکو ٢٩ ميليونه افغانۍ دپوليسو تنخواګانې پټې کړې ). والي وايي که سړکونه واى نو دا د يو رنجر کاروو چې دا تښتيدونکي يې را نيولى وى .

والي دا هم وايي چې دوه نيم کاله کيږي چې سيمه ييزو پوليسو ته تنخوا نه ده ورکول شوې .

والي وايي ولايت يې له وزارتونو نه هير شوى.

د ښاغلي رهين په وينا د نورستان د بد حالت را پور به چمتو کوي او ولسمشر ته به يې وړاندې کوي.

هغه هم ومنله چې نورستان ته پام نه دى شوى، د هغه په وينا نورستان د افغانستان په تاريخ کې له فرهنګي پلوه ځانګړى ځاى لري.

د سيمه ييزو سندر غاړو په يوه سندره کې هم د نورستان درد پروت وو. خو تر څنګ يې دغېرت او اميد خبرې هم لرلې .

سره له دې چې د نورستان خلکو د خپلې سيمې دود له مخې موږ ته ښه ميلمستيا او مينه راکړه خو بيا يې هم دې پلاوي ته د شک په سترګه کتل چې دا به هم د تېرو پلاوو په څېر يو پلاوې وي چې لاړ به شي او دوې به همداسې په تش ميدان پريږدي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .