ایساف: تېر کال ملکي وګړو ته لږ مرګ ژوبله اوښتې

د خپريدو وخت: 07:55 گرینویچ - پنجشنبه 10 جنوري 2013 - 21 مرغومی 1391

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې یوناما لخوا د ۲۰۱۲ کال د لومړیو ۱۰ میاشتو په اوږدو کې د ولسي مرګ ژوبلې د مسوولیت سلنې هم د ایساف هغې ته نژدې دي.

افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د دوی په بریدونو کې اوښتې ولسي مرګ ژوبله د وړم کال په پرتله نیمايي کمه شوې ده.

د دغو ځواکونو چارواکو په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۱۲ کال کې د ټولو ولسي مرګ ژوبلو ۸۴ سلنه د افغان دولت وسله والو مخالفینو اړولې ده.

په کابل کې د ایساف د مرکزي قرارګاه عملیاتي مرستیال اډم فېنډلی وویل، چې تېر کال د وسله والو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

" د ۲۰۱۲ کال د بشپړو شمېرنو له مخې موږ ته دا څرګنده شوه، چې د ټولو ولسي مرګ ژوبلو ۸۴ سلنه د اورپکو لخوا اړول شوې ده. وسله والو تېر کال تر ۳۵۰۰ زیاتو ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دې کې ۲۵۰۰ افغانان په بمي بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي"

ښاغلي فېنډلی همدراز وویل، چې د ټولې ولسي مرګ ژوبلې دوه سلنه یې د افغان ځواکونو او شپږ سلنه یې د نړیوالو ځواکونو لخوا اړول شوې ده، چې په خبره یې دغه شمېره اوس هم لوړه ده او دوی یې د لا کمولو هڅې کوي.

"په کابل کې د ایساف د مرکزي قرارګاه عملیاتي مرستیال اډم فېنډلي وویل، چې تېر کال د وسله والو په بریدونو کې ۳۵۰۰ ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

له بله پلوه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما لخوا د ۲۰۱۲ کال د لومړیو ۱۰ میاشتو په اوږدو کې د ولسي مرګ ژوبلې د مسوولیت سلنې هم د ایساف هغې ته نژدې دي.

د دغې ادارې ویاند نظیف سالارزی وايي، چې د تېر کال له اګست نه تر اکتوبره په ولسي مرګ ژوبلو کې ۲۸ سلنه ډېروالی راغلی و، چې ډېر مسولیت یې د افغان دولت د مخالفینو پر غاړه دی.

خو د افغان دولت وسله والو مخالفینو په تېر کې د ولسي مرګ ژوبلو په اړه هغه شمېرې ناسمې بللې دي، چې د دوی ښکېلتیا په کې ډېره یاده شوې ده.

ښاغلي سالارزي په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله یوه جدي ستونزه وبلله او د جګړې پر ټولو غاړو یې غږ وکړ، چې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

دغه اداره وايي، چې د ۲۰۱۲ کال د ولسي مرګ ژوبلو په اړه به خپل بشپړ رپوټ په راتلونکو دوو اونیو کې خپور کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .