په غزني کې د لومړي ځل لپاره زعفران وکرل شول

د خپريدو وخت: 07:31 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې یو کیلو زعفران په ۶۰ زره افغانۍ خرڅېږي.

که څه هم په غزني ولایت کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ګڼله کيږي او له لويه سره يې د کښت لپاره د هوا له کبله زمينه نه ده برابره، خو د لومړي ځل لپاره په غزني کې بزګرانو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې ده.

هغوی وايي لاهم د کرلو او پالنې په سم چل نه پوهېږي.

دوی له چارواکو غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرستې وکړي.

د غزني د دهيک ولسوالۍ يوتن بزګر عزت الله وايي: ''تېرکال مې په يوه جريب ځمکه کې زعفران وکرل. که څه هم د کرلو په چل يې چندانې نه پوهېدم، خو بيا هم ورته خوشاله يم. چې دا لومړى ځل دی چې دلته په غزني کې زعفران کرل کېږي که موږ ته د روزنې لارې چارې را وښودل شي نو ويلاى شم چې په غزني کې به هم د زعفرانو حاصلات ښه شي.''

د غزني دولايت شورا غړي هم وايي په سيمو کې يې بزګرانو اوس په ازمايښتي ډول د زعفرانو کرل پيل کړي او ورځ تر بلې د زعفرانو د کرلو لپاره د بزګرانو لېوالتيا ډېرېږي.

د ولايتي شورا غړى نادر خان ګيرو وال وايي ډېر ځله بزګرانو له دو غوښتي چې د روزنې په برخه کې يې د کرنې او مالدارۍ د رياست له لارې تابيا وشي.

هغه وايي که د اړوندو ادارو چارواکي له بزګرانو سره د زړه له کومي مرسته وکړي، نو ښې پايلې به تر لاسه شي:

''د غزني په ډېرو ولسواليو لکه اندړو، ګيلان، مقر، جغتو، خواجه عمري، ده يک، ګيرو، او... کې بزګرانو زعفران په ازمايښتي ډول کرلي. خو د کرلو په لارو چارو يې ښه نه پوهېږي، له موږ يې غوښتنه کړي چې د کرنې د رياست له لارې ورته داسې پروګرامونه جوړ شي چې دوی وکولاى شي روزنه وويني.''

په عين حال کې د کرنې او مالدارۍ د رياست چارواکي هم مني چې د زعفرانو کرل په غزني کې د دودېدو په حال کې دي.

"په ١٣٩١کال کې د کرنې او مالدراۍ د وزارت له خوا د زعفرانو د څلورنيم ټنه تخم پياز را واستول شول چې بيا مو د غزني ګيلان، او جغتو په ولسواليو کې ووېشل. "

عباسیار

د کرنې او مالدرۍ ريس عباسيار وايي په تېر کال کې يي بزګرانو ته څلور نيم ټنه تخم يو شمېر ولسواليو ويشلی او په راتلونکې کې به هڅه وشي چې دا شمېر پنځلسو ولسواليو ته ورسوي:

''په ١٣٩١کال کې د کرنې او مالدراۍ د وزارت له خوا د زعفرانو د څلورنيم ټنه تخم پياز را واستول شول چې بيا مو د غزني ګيلان، او جغتو په ولسواليو کې ووېشل. د هغو کرلو ښه پايله درلوده. او سږ هم په پام کې لرو چې د غزني ۱۳ ولسواليو ته دا لړۍ اوږده کړو او دا هم ورته ووايم چې که په غزني کې دا کښت له هرات سره پرتله کړو، نو دا شونې ده چې دلته هم له يو جريب ځمکې درې کيلو ګرامه زعفران تر لاسه شي.''

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې یو کیلو زعفران په ۶۰ زره افغانۍ خرڅېږي.

داسې انګيرل کېږي چې په افغانستان کې د زعفرانو د کښت په دودېدو سره به تر ډېره د کروندګرو په اقتصادي حالت کې پام وړ بدلون راشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .