افغانستان کې ۲۰۰ کارخانې ديواليه کېدو سره مخامخ دي

د خپريدو وخت: 17:35 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

افغان حکومت په تېره لسيزه کې ۵۰۰۰ کارخانو ته د کار جوازونه ورکړي دي

په افغانستان کې ۲۰۰ ډېرې توليدي کارخانې له ماتې او ديواليه کېدو سره مخامخ دي.

د دغه هېواد سوداګرۍ خونې بي بي سي ته ويلي که حکومت له کورني صنعت سره مرسته و نه کړي، د پانګوالو لسګونه ميلیونه ډالر به په اوبو لاهو شي.

افغان حکومت په تېره لسيزه کې ۵۰۰۰ کارخانو ته د کار جوازونه ورکړي دي، چې ۳۵۰۰ کارخانې د بېلا بېلو لاملونو له کبله نه دي پرانیستل شوي.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ايسا وايي د حکومتي بنسټونو په مرسته د توليدي کارخانو د بندېدو او ديواليه کېدو د مخنيوي هڅه کوي.

په داسې حال کې چې بېلا بېلو لاملونو په افغانستان کې د توليد کچه يو څه ټيټه ساتلې او کوم پرمختګ چې شوی اوس داسې ښکاري چې بېرته د پر شا تګ له ګواښونو سره مخامخ دى.

د سوداګرۍ خونې بي بي سي ته ويلي که افغان حکومت يې ملاتړ و نه کړي نو وايي ۲۰۰ توليدي کارخانې د تړل کېدو او ديواليه کېدو له ګواښ سره مخامخې دي.

د دغه بنسټ مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل د برېښنا د نشوالي او کموالي تر څنګه بله ستونزه دا ده چې ګواکې افغان حکومت له دغو کارخانو سره تړونونه نه کوي.

خو په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ د بنسټ ايسا مشر وفي الله افتخار بيا هيله من دی چې ګواکې د توليدي کارخانو راتلونکى روښانه دى.

نوموړى وايي د حکومت د بېلو بنسټونو په مرسته يې داسې چارې پيل کړي چې ګواکې په پايله کې به يې د کارخانو کولتور پياوړى شي او د تړل کېدو يا ديواليه کېدو مخه به يې ونيول شي.

افغان حکومت تر ٢٠٠١ ميلادي کال راهيسې ۵۰۰۰ کارخانو ته د کار جوازونه ورکړي دي، چې له دې ټولګې ۳۵۰۰ کارخانو خپل فعاليت نه دى پيل کړى او کومې ۱۵۰۰ چې په فعاليت بوختې دي، اوس يې ۲۰۰ د ديواليه کېدو له ګواښ سره مخامخې دي.

سوداګرۍ خونه وايي دا چې د افغانستان توليد په تېره لسيزه کې پام وړ پرمختګ نه دى کړى، دا هم له هغو لاملونو څخه يو پام وړ لامل بلل کېږي چې افغانستان يې په يوۀ لګښتي هېواد بدل کړى دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .