لسګونه کندهارۍ نجونو کمپيوټري زده کړې تر لاسه کړې

د خپريدو وخت: 17:01 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

په دې وروستيو کې په زابل ولايت کې هم يو ورته کورس جوړ شوى و.

په سوېلي ولايت کندهار کې لسګونه نجونې او ښځې د کميپوټر د زده کړې، کنډلو او خامک کولو په برخه کې و روزل شوې.

د کندهار د ښځو چارو رياست مشرې رقيې اڅکزۍ ويلي دوى پرمختيايي بودجه نه لري او د نورو مرستندويانو په مرسته د ښځو د پرمختيا په هيله کار کوي.

د دغو روزنيزو بهيرونو ګډونوالې نجونې وايي چې خامک يانې بوټي کول د افغانستان يو داسې دود دې چې اوس يې په زده کولو سره د خپلو کورنيو اقتصادي ملاتړ کولاى شي.

سوېلي ولايت کندهار په پرتليز ډول نا ارامه ولايت بلل کېږي، چې د يو شمېر ښځو په وينا په دغه ولايت کې يې د کړنو په مخ کې څه ناڅه خنډونه هم شته او په وينا يې په ډاډه زړونو او پرانیستې پښه هر لوري ته نه شي تللاى.

خو بيا هم په دغه ولايت کې د ښځو د پرمختيا په موخه ځينې کارونه شوي دي، چې وروستۍ بېلګه يې له دوو کورسونو څخه د لسګونو نجونو فارغېدل دي.

خامک او کنډل له پخوا راهيسې په سوېلي ولايتونو کې دود دي او ياده شوې سيمه له دې کبله ښه نوم لري.

د کندهار د ښځو چارو رياست مشره رقيه اڅکزۍ وايي نجونو او ښځو تر څو مياشتنيو زده کړو وروسته کمپيوټر کارول، جامې کنډل او پر ټوکرونو بوټي کول زده کړل.

اغلې اڅکزۍ وويل د کنډلو له کورسونو فارغو شويو لس ګونو نجونو ته د ګنډلو پوره اړين توکي هم ورکړل شول.

د يوولسم ټولګې زده کونکې جميله هم د ګنډلو د روزنيز بهير غړې وه.

هغه وايي کنډل او بوټي کول يې زده کړل نو اوس دا وړتيا لري چې د خپلې کورنۍ د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې ونډه و اخلي.

د کندهار ښځو چارو رياست ويلي دي چې سربېره پر دې يې څو مياشتې مخکې لسګونه نورې داسې نجونې د کمپيوټر په برخه کې روزلي چې تازه تازه له دولسم ټولکي فارغې شوې وې.

اغلې اڅکزۍ وويل دوى پرمختيايي بودجه نه لري او د نورو مرستندويانو د مرستو په مټ د کندهاريو مېرمنو د پرمختيا په موخه کار کوي.

په دې وروستيو کې په زابل ولايت کې هم يو ورته کورس جوړ شوى و خو په دومره توپير چې ګډونوالې يې کونډې او بې وزلې ښځې وې.

خامک او کنډل له پخوا راهيسې په سوېلي ولايتونو کې دود دي او ياده شوې سيمه له دې کبله ښه نوم لري.

خو د سوېلي ولايتونو ښځې وايي دوى به هله له دې کاره ښه ګټه واخلي چې توکيو ته يې په کور دننه او بهر کې لوى نندارتونونه جوړ شي او د خرڅلاو يو پراخ بازار ورته وموندل شي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .