''له پسرلي وروسته به د عملیاتو مشري افغانان کوي''

د خپريدو وخت: 04:31 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391
کرزی او اوباما

ولسمشر کرزي په ۲۰۱۴ کال کې د ازادو، عادلانه او ډموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه د افغان حکومت حکومت طرحه وړاندې کړه.

ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر اوباما سره سلا شول چې په افغانستان کې به له راتلونکي پسرلي نه د ټولو جګړه ییزو عملیاتو مشري افغان ځواکونه کوي.

په سپینې ماڼۍ کې له خبرو وروسته ولسمشر اوباما وویل دواړه سره سلا شوي چې ناټو به له راتلونکي پسرلي نه له افغان ځواکونو سره د مرستندیه رول ولري:

''نن موږ سلا شو چې افغان امنیتي ځواکونه به لکه څرنګه چې ولسمشر کرزي د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد د وروستي پړاو اعلان وکړ په راتلونکي پسرلي کې د عملیاتو مشري په غاړه واخلي او ایتلافي ځواکونه به د هغوی د ملاتړي رول ولري.

که اړتیا پیښه شي زموږ ځواکونه به هم له افغان هغو سره اوږه په اوږه جنګېږي خو اجازه راکړه په روښانه ټکو کې یې ووایم چې له راتلوونکي پسرلي نه به زموږ ځواکونه یو جلا ماموریت ولري، د افغان ځواکونو د روزنې، له هغوی سره د مرستې او هغوی ته د مشورې ورکولو ماموریت.''

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې دا به یوه تاریخي ګړۍ وي چې په ټول افغانستان کې د جګړه ییزو عملیاتو مشري افغان ځواکونه په غاړه واخلي.

د هغه په ژبه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به امریکايي ځواکونه دوه اهداف ولري:

"موږ د قطر دوحه کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستلو سره سلا شو. له دغه دفتر نه به طالبان نېغ په نېغه د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازو سره په خبرو کې ښکېل وي."

حامد کرزی

''موږ دوه اهداف لرو، اول دا چې افغان ځواکونه وروزو، مرسته ورسره وکړو او مشورې ورکړو چې خپل امنیت په خپله وساتي. دويم دا چې موږ وکولای شي د القاعده د پاتي شونو او ملاتړو پیسې چې کېدای شي زموږ هېواد وګواښي لاړ شو. خو دا به محدود عملیات وي هغسې به نه وي چې په تېرو لسکونو کلونو کې موږ ترسره کول.''

دغه راز دواړو مشرانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتي کېدو په اړه هم خبرې وکړې خوڅه نه دي ویل شوي چې که امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته پاتې کېږي نو شمېره به یې څومره وي؟

تر دې وړاندې د شیکاګو په غونډه کې موافقه شوې وه چې په ټول افغانستان کې به د امنیتي چارو واګي تر راتلونکي دوبي پورې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي خو اوس د نوې موافقې له مخې دا چاره په راتلونکي پسرلي کې ترسره کېږي.

له دې سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو احتمال هم ډېر شوی دی.

ولسمشر کرزي په خپل خبرو کې وویل دا په دې مانا ده چې امریکايي ځواکونه به د افغانستان له کلیو راووځي.

دغه راز هغه په قطر کې طالبانو ته د سولې د خبرو په لپاره د دفتر پر پرانستل کیدو د موافقې خبره وکړه:

''موږ د قطر دوحه کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستلو سره سلا شو. له دغه دفتر نه به طالبان نېغ په نېغه د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازو سره په خبرو کې ښکېل وي.

تر دې وړاندې د شیکاګو په غونډه کې موافقه شوې وه چې په ټول افغانستان کې به د امنیتي چارو واګي تر راتلونکي دوبي پورې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي

موږ به په دې خبرو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د هیوادونو مرسته هم وغواړو او له امریکا او خپلو نورو متحدینو سره به خپل ټول وس وکړو چې څومره ژر چې کیدای شي په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.''

ولسمشر کرزي په ۲۰۱۴ کال کې د ازادو، عادلانه او ډموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه د افغان حکومت حکومت طرحه وړاندې کړه او دواړو مشرانو پریکړه وکړه چې خپلواک افغان بنسټونه به له مشروع موسساتو سره په همکاۍ او تفاهم د ټاکنو تیارۍ ونیسي.

ولسشمر اوباما د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۵ مه نېټه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدنې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا د متحده ایالتونو رول په دې ټاکنو کې له هېڅ یو ځانګړي نوماند څخه ملاتړ نه بلکې د عادلانه او رڼو ټاکنو له ترسره کیدو څخه ملاتړ وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .