'وردګو کې طالبان او ولسي وګړي وژل شوي'

د خپريدو وخت: 04:24 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

یوه عیني شاهد ویلي، چې ''ایتلافي ځواکونو له چاپې وروسته کلیوال له کورونو رایستلي او بیا یې وژلي دي''.

د افغانستان مرکزي ولایت میدان وردګو سید اباد ولسوالۍ تنګي دره کې د ولسي وګړو او وسله والو طالبانو د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو ویلي، چې دوی د یادې سیمې په یوه جومات کې څلور وسله وال وژلي دي.

ددغو ځواکونو یوه قومندان جګړن مارټین کرېګټن ویلي: "موږ ته د ولسي وګړو د وژل کېدو خبر رارسېدلی دی. په اړه یې پلټنه کوو. دا عملیات د ناټو او افغان ځواکونو ځمکني عملیات وو. چې په سیمه کې د چاودېدونکو توکو د یوې زېرمې د ختمولو په موخه پیل شوي وو."

د میدان وردګو د والي ویاند شاهدالله شاهد بي بي سي ته د تیلېفون پر کرښه وویل، لومړی بهرنیو ځواکونو څلور وسله وال وژلي دي بیا نورو وسله والو په یوه جومات کې کمین نیولی دی.

نوموړی وايي، د عملیاتو پرمهال په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي:

''ځواکونو په جومات کې څلور وسله وال وژلي، کله چې سهار خلک جومات ته ځي، ویني چې ځینې وژل شوي کسان تر خاورو لاندې دي. کله چې دوی دغه کسان راوباسي، هلته چاودنه شوې ده، چې زموږ د مالوماتو له مخې اووه کسان په کې وژل شوي. خو د چاودنې علت مالوم نه دی، چې له دوی سره له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ چوول شوی او که کوم نور چاودېدونکي مواد وو. ''

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .