کرزی: امریکا افغانستان ته چورلکې او څارګرې الوتکې ورکوي

د خپريدو وخت: 08:04 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391
حامد کرزی

حامد کرزي وویل، امریکا افغانستان ته د څلورو ''سي ۱۳۰'' ډوله لویو الوتکو د ورکولو ژمنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابل په یوه خبري ناسته کې واشنګټن ته د خپل سفر او له امریکايي چارواکو سره د ځینو موافقو په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي وویل، له امریکايي چارواکو سره یې موافقه وکړه، چې تر ۲۰۱۷ پورې به د افغان پوځ شمېر درې سوه او پنځوس زره وي.

نوموړي وویل، که څه هم د افغانستان غوښتنه دا وه، چې دا موده دې تر ۲۰۲۴ پورې وغځوله شي، خو د امریکا د ټینګار له کبله موافقه پردې وشوه، چې د افغان ځواکونو شمېر به تر ۲۰۱۷ پورې یوشان وي.

هغه وویل، امریکا ژمنه ورسره وکړه، چې تر ټاکل شوې مودې پورې به واشنګټن د افغان پوځ د تجهیز او پیاوړتیا چارو ته دوام ورکړي:

''موږ له امریکا سره په خبرو کې ټینګار کاوه، چې د امریکا له لوري د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز نېټه تر ۲۰۲۴ کال پورې وغځوله شي، خو موافقه تر ۲۰۱۷ پورې وشوه. امریکا به افغان پوځ تمویلوي او محاربوي توکي به ورکوي. همداشان افغانستان ته به پنځه سوه پوځي عرادې ورکوي.''

هوايي حریم

ولسمشر کرزي خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د هوايي حریم د راتلونکي کنټرول په اړه امریکا د همکارۍ مرسته ورسره وکړه:

''د افغانستان هوايي حریم چې دا مهال د بهرنیانو له لوري کنټرولېده، تردې وروسته به افغان پوځ ته مجهز وسایل ورکول کېږي او افغان هوايي ځواکونه به د هوايي حریم د کنټرول په برخه کې روزل کېږي.''

ده وویل، امریکا موافقه ورسره وکړه چې افغانستان ته به څلور سي ۱۳۰ ډوله لویې الوتکې ورکوي، چې د یوه کال د دننه به افغانستان ته راځي او استفاده به ترې کیږي او ۲۰ نورې هلیکوپټرې افغانستان ته ورکول کېږي.

همداشان، ولسمشر کرزي وویل، چې امریکا افغانستان ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکړې ژمنه وکړه، چې په پوځي او استخباراتي چارو کې ګټه ترې واخلي:

"امریکا به د افغان زندانونو ټولې چارې افغانستان ته سپاري. که چېرې دوی په کومه پېښه کې کوم افغان وګړی ونیسي، په شپږ نوي ساعتونو کې یې باید افغان حکومت ته سپاري."

حامد کرزی

''دغه بې پیلوټه الوتکې به د استخباراتي فعالیت لپاره وي. ترڅنګ به یې ځینې حساس استخباراتي وسایل افغانستان ته ورکول کېږي، چې خپل حریم او فضا په ښه ډول وساتلی شي.''

ملي حاکمیت

حامد کرزي وویل، امریکا د افغانستان دا غوښتنه ومنله، چې د بهرنیانو په لاس به د افغانانو بندي کېدل پای ته رسېږي او په هېواد کې به د بهرنیو ځواکونو زندانونه تړل کېږي.

نوموړي وویل، له ډېر وخت راهیسې له امریکا سره په افغان کلیو او بانډو کې د بهرنیو پوځيانو د شتون او د عملیاتو د بندېدو په اړه خبرې روانې وې.

هغه وویل، چې په کلیو او بانډو کې به د عملیاتو چارې افغان ځواکونه پرمخ وړي:

بې پیلوټه الوتکه

حامد کرزي وویل، واشنګټن به افغانستان ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي.

''واشنګټن ته مو په دې دوه ورځني سفر کې پرېکړه وکړه، چې امریکا به د افغان زندانونو ټولې چارې افغانستان ته سپاري. که چېرې دوی په کومه پېښه کې کوم افغان وګړی ونیسي، په شپږ نوي ساعتونو کې یې باید افغان حکومت ته سپاري.''

''دوی به هېڅ زندان افغانستان کې نه لري، د بګرام زندان پوره چارې به افغان حکومت ته ژر سپاري.''

د قطر دفتر

حامد کرزي لکه څرنګه چې مخکې په رسنیو کې راغلي وو، له امریکا سره په قطر کې د طالبانو د یوه رسمي دفتر جوړېدل منلي دي.

نوموړي وویل: ''د سولې په بهیر کې د افغانستان شرطونه ومنل شول، موږ له دوی سره د دوحې دفتر ومانه. زموږ د تایید وړ شو، دغه دفتر ته به د طالبانو له لوري منل شوي استازي ځي، او د سولې له عالي شورا سره به خبرې کوي، یوازې د سولې د خبرو لپاره به وي او همدا به یې هدف وي.''

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .