کرزى وايي له طالبانو سره جنگ د امريکا کار نه دى

د خپريدو وخت: 16:05 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

ولسمشر حامد کرزی وايي له ۲۰۱۴ کال وروسته بهرنیو ځواکونو ته د مصؤونیت پریکړه د افغانانو جرګه کولای شي نه حکومت.

له واشنگټن څخه په راستنېدا افغان ولسمشر له طالبانو سره پر جگړې، د امريکايي عسکرو د مصوونيت او د ترهگرۍ پر ځالو نورې خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي تېره اوونۍ له ولسمشر اوباما سره په واشنگټن کې خبري ناستې ته ويلي و چې د امريکايي عسکرو د مصوونيت پر موضوع به له خپل ولس سره خبرې کوي.

کابل کې له ورځپاڼه ليکونکو سره په خبرو کې افغان مشر وويل د دې کار لپاره به د افغانانو جرگه وربولي.

دۀ د جرگې وخت ياد نه کړ خو يادونه يې دا وه چې په راتلونکو اتو يا نهو مياشتو کې به پر دغې موضوع پرېکړه کوي.

ولسمشر کرزي وویل که نړیوال افغانستان ته د ترهگرۍ پرضد جګړې ته راغلي وي، نو د هغوی روزنځایونه، ځالې او تمویل ځایونه د افغانستان په کلیو کې نشته او که له طالبانو سره جګړې ته راغلي وي، نو هغوی زموږ داخلي عناصر دي او دا د دوو افغانانو ترمنځ یوه مساله ده.

په افغان کلو کې پر جگړو پخوا هم ولسمشر کرزي ورته خبرې کړې وې او غوښتي يې و چې بهرني ځواکونه دې د ترهگرو ځالې ومومي چې د دۀ په وينا د افغانانو په کليو کې نشته.

خو طالبانو ته داخلي عناصر ويل او له هغوى سره جگړه د دوو افغانانو خپلمنځي چاره بلل د افغان ولسمشر له خولې د ځينو په وينا نوې خبره ده.

ولسمشر کرزي وویل په دې برخه کې له امریکا نه راضي دى او امریکا به نور هم وهڅوي چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه بنده کړي.

هغه افغانانو ته د امریکايي ټولو زندانونو د بشپړ مسؤولیت سپارلو یادونه هم وکړه او زیاته یې که چې که امریکایان په عملیاتو یا کومه پیښه کې کوم افغان وکړی ونیسي نو په ۹۶ ساعتونو کې به یې افغان چارواکو ته سپاري.

ولسمشر کرزي په دفاعي او پوځي برخو کې له امریکايي چارواکو سره د ترسره شويو خبرو هم وویل چې په وینا یې موافقه وشوه چې امریکا به تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې د افغانستان ۳۵۰۰۰۰ پولیس او عسکر تجهیز او تمویلوي.

پخوا داسې انگېرل کېدل چې متحد ايالات به تر ٢٠٢٤ کال پورې له افغانستان سره مرسته کوي.

خو ولسمشر کرزي وويل تر ۲۰۱۷ میلادي پورې هېڅ ډ‌ول بدلون نه راځي، بلکې د افغان ځواکونو د سمبالولو او روزنې بهیر به لا ګړندی کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .