د مدني ټولنې فعالانو د سولې پر شورا نیوکې کړې

د خپريدو وخت: 12:55 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

شاو خوا دوه کاله وړاندې د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره جوړه شوه، خو د ځینو په آند تراوسه يي څرګنده لاس ته راوړنه نه لري.

د افغانستان د مدني ټولنې ځینې فعالان د سولې پر عالي شورا له دې امله نیوکه کوي، چې د څو کلونو په تېرېدو بیا هم د دوی په وینا دغې شورا د وسله والو طالبانو مهم مشران د مذاکراتو لپاره په یوه میز نه دي راټول کړي.

د مدني ټولنې غړی رحیم جامي حکومت ته وړاندیزي کوي، چې د دغه بهیر د بریا لپاره باید عملي کار وکړي، له هغې پرته به د ده په وینا دغه بهیر له ماتې سره مخامخ شي.

"د سولې عالي شورا باید د مخالفو ډلو اصلي او د سر کسان وپېژني، اړیکې ورسره ونیسي اوله هغې وروسته بیا په یوه عملي بهیر کار وکړي، ځکه خو زموږ اندېښنه دا ده، چې که له دغې لړۍ سره همداسې سر سري چلند وشي، د امنیتي او نورو بهیرونو غوندې، چې یوازې په خبرو کې دي او عملي بڼه يي نه درلوده، دغه لړۍ ناکامه ده او هېواد له تېر تاریخ سره مخامخ کوي، هغه څه چې موږ يي نه غواړو."

دغه فعالان اندېښنه ښیي، چې د طالب زندانیانو بېرته خوشي کېدل په هېواد کې د ناامنیو د ډېرېدو لامل کیدای شي.

خو د سولې عالي شورا بیا دغه ډول اندېښنې بې ځایه ګڼي.

د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد وايي، په قطر کې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د دفتر پرانیستل د سولې دبهیر یو پرمختګ دی.

" دا ډېره موده، چې ګام نه دی پورته شوی، وجه یې داوه، چې شرایط برابر نه وو، موږ هلې ځلې کړې، تل مو تلاش کړی، پیغام مو ورکړی، پیغام مو ورکړی، پیغام مو ورکړی، خو دا چې ځواب نه راکول کېږي، ادرس معلوم نه و او که بیا ځواب راکول کېده او له قاصد نه قاتل جوړشي، نو دا خو زموږ مسوولیت نه دی، په همدې اساس موږ پالیسي جوړه کړې او دولت هم په دې اړه موافقه کړې، چې د قطر دفتر به د مذاکراتو ځای وي، د دولت استازي، د سولې شورا استازی به مشخص او معرفي وي او د وسله والو مخالفینو استازی چې هغه ځای ته راځي هغه به هم صلاحیت او پېژندګلوي لري، نو موږ به له پېژندل شویو او صلاحیت لرونکو کسانو سره خبرې اترې کوو، په دې اساس په دې برخه کې نیوکې بې ځايه دي او انصاف نه دی."

شاو خوا دوه کاله وړاندې د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره جوړه شوه، خو د ځینو په آند تراوسه يي څرګنده لاس ته راوړنه نه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .