افغانستان: بوټ جوړولو صنعت مخ پر ځوړ دی

د خپريدو وخت: 06:12 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

د افغانستان، ملي او آهو په نوم بوټانو په سیمه کې ښه شهرت درلود او آن اروپا او امریکا ته هم صادرېدل خو اوس دافغاني بوټانو د صنعت پخوانی خوند نه شته.

د دولت له لوري د کورنيو تولیداتو ملاتړ نه کول او په پراخه کچه بهرني واردات د دې لامل شوي، چې په هېواد کې د بوټانو د جوړولو ډېرې فابریکې وتړل شي.

د افغانستان د بوټ جوړولو د برخې مشر محمد آصف جامي وايي، دوی د بهرنیو بوټانو واردولو مخالف نه دي، خو افغان صنعتګر دې هم له یاده نه ایستل کېږي:

"له موږ دې وپوښتي، چې تاسو څه جوړوﺉ؟ دولت به له ۷۱ کلونو مخکې له پنځوس تر سلو لکو افغانیو صنعت ګرو ته ورکولې بیا به صنعت ګرو مواد او ماشينونه پرې اخیستل. خو نن دولت له موږ تښتي.”

یوشمېر کابل ښاریان وايي، د وطني بوټانو کیفیت له بهرنیو بوټانو ښه دی.

که څه هم د افغاني بوټانو طرح له پخوا ښه شوې او د اوسني عصر له غوښتنو سره برابر جوړیږي، خو پوښتنه دا ده، چې که د افغاني بوټانو کیفیت ښه دی، نو ولې د بهرنيو بوټانو بازار تود دی.

"دغه بوټان چې په افغانستان کې جوړیږي، وطني نوم ورکول کېږي، څرمن يې له پاکستانه راځي او تلي يې له چین، پاکستان او یا هم ترکیې څخه راوړل کېږي. افغانستان کې د بوټوټانو جوړول ۱۰۰ کلن تاریخ لري."

کابل ښاریان وايي، دا ځکه چې د وطني بوټانو بیه تر چینايي هغو ډېره ده.

دغه بوټان چې په افغانستان کې جوړیږي، وطني نوم ورکول کېږي، څرمن يې له پاکستانه راځي او تلي يې له چین، پاکستان او یا هم ترکیې څخه راوړل کېږي. افغانستان کې د بوټوټانو جوړول ۱۰۰ کلن تاریخ لري.

شاوخوا دوې لسیزې مخکې په کابل کې د بوټانو جوړولو څه باندې ۲۵۰ فابریکو کار کاوه، خو اوس يې شمېر ۱۰۰ ته رسېږي.

د افغانستان، ملي او آهو په نوم بوټانو په سیمه کې ښه شهرت درلود او آن اروپا او امریکا ته هم صادرېدل خو اوس د افغاني بوټانو د صنعت پخوانی خوند نه شته.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .