"ژر به قطر کې د جوړجاړي جوړونکې خبرې پيل شي"

د خپريدو وخت: 13:59 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

څو مياشتې مخکې داسې راپورونه هم خپارۀ شوي وو چې گواکې يو شمېر طالب چارواکي د دفتر د سمبالښت لپاره قطر ته رسيدلي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي هيله من دي چې ډېر ژر به د افغان حکومت او وسلوالو مخالفانو له خوا په قطر کې د جوړجاړي جوړونکې خبرې پيل شي.

د يادې شوې شورا د بهرنيو اړيکو د برخې سلاکار محمد اسماعيل قاسميار بي بي سي ته وويل چې دوى هيله من دي چې د دغو خبرو په پايله کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وړاندې يانې له ٢٠١٤ ميلادي کاله مخکې به په دغه هېواد کې يوه تلپاتې سوله ټينگه شي.

" بايد ووايم زموږ زيار او هڅې دا دي،چې په نژدې راتلونکي کې په قطر کې نېغ په نېغه خبرې پيل شي او پايله به يې هم که خداى (ج) کول دا وي، چې تر ٢٠١٤ ميلادي کاله، يانې تر هغه مهاله چې ټول ناټو ځواکونه زموږ له هېواده وځي، سوله به ټينگه وي په افغانستان کې ان شاالله تعالى."

ښاغلي قاسميار تر ٢٠١٤ ميلادي کال مخکې د سولې د ټينگېدو د هيلې خبره د قطر د لومړي وزير شيخ حمد بن جاسم الثاني د اړوندو وروستيو څگندونو په غبرگون کې کوله.

د يو شمېر رسنيو د راپورونو له مخې ښاغلي ثاني وړمه ورځ له خپل لبناني سيال سره په يوه گډه خبري ناسته کې ويلي چې گواکې د قطر د جوړجاړي بهير به د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې تر سره کېږي په وينا يې هغه مهال چې بهرني ځواکونه له دغه هېواده په بشپړه توگه وځي.

"امريکا ته د وروستي سفر پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه امريکايي سيال بارک اوباما گډه هوکړه وکړه چې په قطر کې به د افغان حکومت وسلوالو مخالفانو ته د جوجاړي لپاره دفتر پرانیستل کېږي."

امريکا ته د وروستي سفر پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه امريکايي سيال بارک اوباما گډه هوکړه وکړه چې په قطر کې به د افغان حکومت وسلوالو مخالفانو ته د جوجاړي لپاره دفتر پرانیستل کېږي.

همدا راز ولسمشر کرزي هيله څرگنده کړې، چې وسلوال مخالفان دغه دفتر ته پيژندل شوي استازي په رسمي ډول واستوي.

هغه مهال چې د لومړي ځل لپاره طالبانو ته په قطر کې د دفتر جوړېدو خبره شوې وه، ښاغلي کرزي يې مخالفت کړی و او لامل يې دا په گوته کړی و، چې امريکا او جرمني ولې پرته له افغان حکومته له وسلوالو مخالفانو سره د جوړجاړي بهير پيلوي، خو وروسته يې ورته هرکلى ووايه.

څو مياشتې مخکې داسې راپورونه هم خپارۀ شوي وو چې گواکې يو شمېر طالب چارواکي د دفتر د سمبالښت لپاره قطر ته رسيدلي دي، پخوا د وسلوالو طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ د يو لړ پټو خبرو يادونه هم شوې وه، خو افغان چارواکي وايي چې په رسمي ډول تر دې مهاله په قطر کې له طالبانو سره خبرې نه دي شوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .