کابل: د ملي امنیت پر ودانۍ ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 08:52 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

کابل کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید

چارواکي وايي د پلازمېنې کابل په زړه کې يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه دوه امنيتي ساتونکي وژلي او شاوخوا دېرش نور يې ټپيان کړي دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

یوه زوروره چاودنه د چهار شنبې په ورځ ( د جنوري ۱۶) غرمه مهال شاوخوا ۱۲ د کابل ښار صدارت څلور لارې او ملک اصغر درې لارې تر منځ په عمومي سړک کې وشوه.

افغان چارواکي وايي، چې شپږ تنه په وسلو او ځانمرګو واسکټونو سمبال برید کوونکي په دوو ټونس ډوله ګاډو کې سپاره وو، چې په لومړي ګاډي کې سپاره کس یې ځانمرګی برید وکړ او په دویم ګاډي کې سپرو پنځو تنو یې ډزې پیل کړې.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې او کورنیو چارو وزارت ویاندانو ماسپښین مهال په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دویم موټر پنځه واړه بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول. د ملي امنیت ادارې ویاند شفیق الله طاهري وویل چې بریدګرو د ځانمرګو او ډلیزو بریدونو پلان درلود.

ښاغلي طاهري همداراز وویل، چې په پېښه کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې بریدګرو غوښتل د ملي امنیت ودانۍ ته ننوځي.

"بریدکوونکو په دویم موټر کې یو ساعتي بم هم ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې درې دقیقې وړاندې امنیتي ځواکونو خنثی کړ."

ایوب سالنګي

ده وویل، په پېښه کې ۳۳ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې ۱۶ یې برسیرن ټپیان وو او له روغتونه رخصت شوي دي. د ده په وینا پاتې۱۷ تنه اوس هم د ښار په روغتونونو کې دي، چې د څلورو تنو حالت په کې د اندېښنې وړ دی.

د کابل د امنیي قوماندان ایوب سالنګي د پېښې له ځای سره نږدې خبریالانو ته وویل، چې بریدکوونکو په دویم موټر کې یو ساعتي بم هم ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې درې دقیقې وړاندې امنیتي ځواکونو خنثی کړ.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویېلي، چې دغه برید دوی کړی دی. دوی وايي، چې د برید هدف یې د ملي امنیت ریاست و او د ګڼو مرګ ژوبلو اړولو ادعا کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی او د بریدګرو په له منځه وړلو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو فعالیت ستایلی دی.

پر کابل ستر بریدونه

۲۲ جون ۲۰۱۲م کال: کابل ته نژدې پر سپوږمۍ هوټل د طالبانو برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول

۱۵ اپریل ۲۰۱۲م کال: د افغانستان پارلمان، د ناټو ځواکونو مرکزي دفتر او د یو شمېر سفارتونو په ګډون پر اووه مهمو ودانیو بریدونه

۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱م کال: د ایساف کارکوونکو پر ګاډي ځانمرګی برید وشو چې په کې ۱۳ بهرنیان او څلور افغانان ووژل شول

۱۳ سپتمر ۲۰۱۱م کال: وسله والو یوې ودانۍ ته له ننوتو وروسته د امریکا سفارت او د ناټو مرکزي دفتر باندې څو ساعته بریدونه وکړل

۱۹ اګست ۲۰۱۱م کال: وسله والو د برتانیا د فرهنګي شورا پر مرکز برید وکړ چې ۱۲ کسه په کې ووژل شول

۲۸ جون ۲۰۱۱م کال: وسله والو پر انټرکانټیننټال هوټل برید وکړ چې په کې ۲۲ کسه ووژل شول

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .