افغان چارواکي: د "ولسي پولیسو" جوړولو تابیا مو کړې

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

د کورنیو چارو وزارت وايي، تر دې مخکې يي په ازمېښتي ډول په بامیانو کې هم دغه لړۍ پیل کړې وه، چې وايي، پایلې يي ښې وې او غواړي دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د ولسي پولیسو ګومارل به لومړی د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې په ازمېښتي ډول پیل شي او د راتلونکو دریو کلونو په موده کې به یې خدمتونه د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

دغه پولیس، چې راتلونکي پسرلي کې به خپل کار پیلوي، د ملي پولیسو له منځه ټاکل کېږي او ځانګړې زده کړې به ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ وايي، د دغو پولیسو د رامنځته کېدو مقصد دا دی، چې د پولیسو او خلکو ترمنځ واټن لږ شي او په وینا يي پولیس د خلکو له ستونزو لا ښه خبر شي.

" په کورنیو چارو وزارت کې د ولسي پولیسو یو ریاست جوړوم، چې له خلکو سره په مستقیمه توګه اړیکه ولري. د پولیسو له منځه مو یوه برخه د ولسي پولیسو په نوم بېله کړې او د راتلونکي کال له تشکیلاتو څخه مو دي، چې په لومړي کال کې به د بېلګې په توګه په اتو ولایتونو کې وي، چې بیا به تر ۱۳۹۵ کاله پورې د افغانستان ټول ولایتونه د ولسي پولیسو ادارې ولري. په دې سره غواړو هغه خلک، چې په ولایتونو، ولسواليو، کلیو او بانډو کې ستونزې لري، هغه حل کړو او هم به د حکومت او خلکو ترمنځ یو پل و اوسي."

د چارواکو په وینا ولسي پولیس به په درنو وسلو نه وي سمبال، بلکې د ستونزې د رامنځ ته کېدو پر مهال به له خپلو ولایتي مشرانو مرسته غواړي.

"د ناامنۍ یوسبب دا دی، چې مسلکي پولیس په افغانستان کې لاهم په بشپړ ډول نه دي روزل شوي."

مجتبی پتنګ

دغه پولیس به په کابل، هرات، بغلان، مزارشریف، کندز، بامیان، غور او هلمند کې فعالیت پيلوي.

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، د ولسي پولیسو په جوړیدو کې به هڅه وکړي، چې دغه پولیس په مسلکي ډول وروزي.

ښاغلی پتنګ دا هم وايي، چې د ناامنۍ یوسبب دا دی، چې مسلکي پولیس په افغانستان کې لاهم په بشپړ ډول نه دي روزل شوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تر دې مخکې يي په ازمېښتي ډول په بامیانو کې هم دغه لړۍ پیل کړې وه، چې وايي، پایلې يي ښې وې او غواړي دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .