افغان پوليس موټر نشته،پيسې يې امريکا ورکړي دي

د خپريدو وخت: 17:50 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې، سیګار، په خپل یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې لیکلي، چې د نړیوالو ځواکونو د امنیتي لېږد ګډې قوماندانۍ د افغان پولیسو د موټرو د حفظ و مراقبت په برخه کې کابو اوو میلیونه ډالر بې ځایه لګولي دي.

سیګار په خپل دغه راپور کې وايي، چې د افغان پولیسو د ګاډو په اړه شوي قرارداد کې هغه کابو ۷۰۰۰ موټر هم شمېرل شوي، چې یا له منځه تللي او یا بیخي فعالیت نه کوي.

له بله پلوه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ د سیګار دغه رپوټ تایید کړی او وايي د یادو پیسو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پولیسو ته کابو ۳۰۰۰۰ موټر ورکړي، چې د سیګار په خبره افغان دولت یې په خپله د حفظ و مراقبت وړتیا نه لري.

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې، سیګار، په خپل دغه رپوټ کې ویېلي، چې د امریکا دفاع وزارت د افغان پولیسو د موټرو د ترمیم، حفظ او مراقبت په برخه کې کابو ۶،۸ میلیونه ډالر بې ځایه لګولي دي.

په رپوټ کې راغلي، چې په افغانستان کې د امنیتي لېږد د ګډې قوماندانۍ لخوا په ورکول شوي قرارداد کې د افغان پولیسو څه باندې ۷۰۰۰ هغو ګاډو د حفظ او مراقبت لپاره ۶،۳ میلیونه ډالر ورکول شوي، چې یا له منځه تللي او یا هم له تېر څه باندې یوه کال راهیسې ګرد سره فعالیت نه کوي.

سیګار همداراز لیکلي، چې کابو ۵۰۰۰۰۰ ډالر په یاد تړون کې له دې کبله بې ځایه لګول کېږي، چې په تړون کې له ذکر شوې اندازې کم ګاډي ترمیمېږي، ځکه د رپوټ په حواله له یوه زیاته اندازه ګاډو اصلا کار نه اخیستل کېږي.

له بله پلوه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ د سیګار دغه رپوټ مني او وايي، چې د یادو پیسو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې په اقداماتو لاس پورې کړی دی.

"د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پولیسو ته کابو ۳۰۰۰۰ موټر ورکړي، چې د سیګار په خبره افغان دولت یې په خپله د حفظ و مراقبت وړتیا نه لري."

په کابل کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند ډګرمن لېسټر کېرول بي بي سي ته وویل دوی یاد څه باندې ۷۰۰۰ بې کاره ګاډي وار له مخه له دغه تړونه ویستي دي.

"په افغانستان کې د امنیتي لېږد ګډه قومانداني د سیګار له راپور سره موافقه ده او د سپارښتونو په رڼا کې به یې پام وړ پرمختګ وکړي. موږ به پر دغه بشپړ بهیر خپل څار ډېر کړو. موږ لا له وړاندې هغه څه باندې ۷۰۰۰ موټر له لسته ایستي چې بې کاره وو، چې له دې لارې به ۵،۵ میلیونه ډالر په کلني ډول له ضایع کېدو خوندي شي."

سیګار وايي، دا چې افغان دولت د خپلو تاسیساتو د حفظ او مراقبت وړتیا په خپله نه لري، د امنیتي لېږد ګډې قوماندانۍ پر نورو تاسیساتو سربېره د ګاډو ترمیم او ساتنه هم خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړی دی.

د افغان پولیسو د موټرو قرارداد د ۲۰۱۰ کال په دسمبر کې د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ای اېم اېس په نامه یو دوبۍ مېشتي شرکت سره شوی دی.

د امریکايي څار ادارې د نړیوالو ځواکونو ګډې قوماندانۍ ته سپارښتنه کړې، چې د تاسیساتو اړوند تړونونه د کره شمېرو په رڼا کې وکړي او پر تاسیساتو او د تړونونو پر عملي کېدو خپل څار زیات کړي.

سیګار څه موده وړاندې اندېښنه ښوولې وه، چې افغان دولت د خپلو تاسیساتو حفظ او مراقبت نه شي کولای او په وینا له ۲۰۱۴ کال وروسته به دغه ننګونې نورې هم زیاتې شي.

د امریکا متحده ایالتونو افغان پولیسو ته له ۳۰۰۰۰ زیات ګاډي ورکړي او په پام کې لري، چې زرګونه نور هم ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .