د غزني له ښځو سره تاوتریخوالی کوونکي ونیسئ

د خپريدو وخت: 12:59 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391
موسی خان اکبر زاده

ښاغلي اکبر زاده د ښځو له فعالانو سره ژمنه وکړه، د جنسي تېري عاملین او له ښځو سره تاوتریخوالی کوونکي که د زورواکانو له ملاتړه برخمن هم وي، ارومرو به وپوښتل شي

په غزني ولایت کې د ښځو د حقونو فعالینو په دغه ولایت کې پر ښځو د تېریو او تاوتریخوالي پرضد مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو، چې شمېر یې شاوخوا ۱۲۰ ښځو ته رسېده، په ښځو د تاوتریخوالي ضد شعارونه له ځانه سره لېږدول.

معترضو فعالینو له سیمه ییزو چارواکو غوښتنه لرله، چې په ښځو د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا ورکړي.

د معترضو ښځوا او امنیتي چارواکو له څرګندونو ښکاري، چې لا تر اوسه په ښځو تاوتریخوالي کوونکي نه دي نیول شوي.

د ښځو ضد تاوتریخوالي قضیې نه ارزول، د ښځو د حقونو فعالین دې اړ کړي، چې د غزني د پولیسو قومندانۍ ته ورشي او د امنیت له امره وپوښتي، چې ولې د ښځینه تاوتریخوالي په اړه قضیې نه دي پلټل شوې:

''موږ له چارواکو غواړو، د هغو کسانو په لټه کې شي او ویې نیسي، چې په ښځو تېرى کوي، دا کسان بايد د قانون منګلولو ته راکش کړي او تاسې ګورﺉ په يوه مياشت کې په غزني کې څلور د تاووتريخوالي قضيې رامنځ ته شوې. په مقر ولسوالۍ کې په يوه ښځه د څلورو کسانو له خوا تېرى وشو، په خواجه عمري يوه ښځه وتښتول شوه پلار او مور يې ووهل شول، په ښار کې هم له يوې ښځې سره همداسې چلند وشو، او په ده يک کې يوه کونډه ښځه ووژل شوه.''

د امنیتي چارواکو څرګندونو او ځوابونو د معترضو ښځو غصه سړه نه شوای کړای، همدا وه چې مظاهره کوونکي د والي مقام ته ورغلل.

د کریمې په نامه یوې مظاهره کوونکې وویل: ''دلته له هغو کسانو سره باید قانوني چلند وشي، چې په ښځو تېری کوي او وژني یې. قانون بې پرې پلى شي او جدي پوښتنې ترې وشي. له ملاتړه يې لاس واخيستل شي، ښځې به ترڅو صبر کوي.''

د غزني والي موسی خان اکبرزاده ښځې صبر او زغم ته راوبللې، خو ښځو ویل، چې د ښځو ضد تاوتریخوالی ورځ-تربلې ډېرېږي او د هغوی د صبر کاسه ډکه شوې ده.

معترضو ښځو له سیمه ییزو چارواکو د ښځو د قاتلینو او د تاوتریخوالي د عاملینو د نیولو غوښتنه کوله.

ښاغلي اکبر زاده د ښځو له فعالانو سره ژمنه وکړه، د جنسي تېري عاملین او له ښځو سره تاوتریخوالی کوونکي که د زورواکانو له ملاتړه برخمن هم وي، ارومرو به وپوښتل شي:

''زه دا ژمنه کوم چې له قانون ماتوونکو سره به جدي چلند کوم. امنيه قومندانۍ ته مو امر کړی په پټه توګه مو د نظارت چارې ترسره کړې او د دې خلکو په لټه کې يو، ان تر دې حده چې د سيمې خلکو راته شکايت وکړ چې هره ورځ يې په کلي کې د پوليسو تلاشي وي.

څو ځله مو په خواجه عمري کې د کورونو تلاشي کړې، تر څو دا مجرمين ونيسو هڅې مو دوام لري که هرڅومره زور هم وي قانون به پرې پلی کوو.''

په غزني ولایت کې د ښځو چارو فعالین وايي، په وروستیو میاشتو کې د جنسي تېري او قتل څلور پېښې شوې، او په ښځو د تاوتریخوالي لسګونه پېښې شوې، خو د دوی په وینا حکومت دا ډول قضیو ته چندان پام نه دی اړولی.

د يادونې وړ ده، دا لومړى ځل دى چې په غزني د ښځو ټولنې او فعالانې له چارواکو د يوه لاريون په ترڅ کې غوښتنه کوي چې عدالت دې پلى او له هغو کسانو سره چې له تاوتريخوالي لاس نه اخلي او ښځوو ته په درنه سترګه نه ګوري، سخت قانوني چلند وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .