پکتیکا: علني محکمې یو سړی په ۱۰ کاله بند محکوم کړ

د خپريدو وخت: 13:57 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

دغه پېښه پنځه کاله وړاندې په پکتیکا ولایت کې رامنځ ته شوې وه او د جرګې تر پرېکړې وروسته د هغه ولایت لومړنۍ محکمې تورن کس ته برات ورکړی و.

افغانستان کې د جرګو له لارې تر ډېره بېلابیلې قضيي او آن د قتل دعوې هوارېږي. په پکتیکا کې سره له دې چې ځايي جرګې یوه تورن کس د څلور لکه افغانیو او په بدو کې د خپلې خور په ورکولو محکوم کړی و او قضیه یې هواره شوې وه، خو اوس د هغه ولایت حکومتي لومړنۍ او استیثاف محکمې هم ورته د ۱۰ کلونو بند سزا اورولې ده.

دغه پېښه پنځه کاله وړاندې په پکتیکا ولایت کې رامنځ ته شوې وه او د جرګې تر پرېکړې وروسته د هغه ولایت لومړنۍ محکمې تورن کس ته برات ورکړی و.

خو اوس د پکتيکا د استیناف محکمې مشر محمد حکیم کنړی وايي، چې هغه مهال قاضي په ناقانونه توګه تورن کس ته برات ورکړی او د سترې محکمې پلاوي د دغې قضيې تر لیدو وروسته د قاضي لخوا ورکړل شوی حکم لغو کړ او قضیه یې بیا لومړنې محکمې ته راجع کړه.

"د تورن سړي ورور احمد نور دا نه مني چې ګواکې ورور یې خپله مېرمن وژلې ده او وايي چې محکمې دا پرېکړه په غیابي توګه کړې او د محاکمې پر مهال د تورن کس د کورنۍ هېڅ کوم غړی په محکمه کې حاضر نه و. خو د استیناف محکمې مشر وايي چې د تورن کس کورنۍ محکمې ته نه وه حاضره شوې."

د تورن سړي ورور احمد نور دا نه مني چې ګواکې ورور یې خپله مېرمن وژلې ده او وايي چې محکمې دا پرېکړه په غیابي توګه کړې او د محاکمې پر مهال د تورن کس د کورنۍ هېڅ کوم غړی په محکمه کې حاضر نه و. خو د استیناف محکمې مشر وايي چې د تورن کس کورنۍ محکمې ته نه وه حاضره شوې.

د نوموړي په وینا د جرګې ترپرېکړې وروسته د دوی او د مقابل لوري ترمنځ ستونزې هوارې شوې او زیاتوي چې اوس قضا د دې موضوع په راپورته کولو سره د دواړو لورو ترمنځ ستونزې پیدا کړي دي.

د افغانستان په قضا کې د شته اداري فساد له امله په لېرې پرتو او آن په ښاري سیمو کې ډېرو خلکو سیمه ییزو جرګو ته مخه کړې او په دې باور دي چې دغه محکمې یې له حکومتي محاکمو نه ژر ستونزې او دعوې هواروي. خو اوس په پکتیکا کې د لومړنۍ او استیناف محکمې دغه پرېکړه ښايي د غیر قانوني محاکمو د باور کچه راټیټه کړي او خلک دې ته مجبور کړي چې حکومتي محکمو ته مخه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .