د کابل پولیس وايي ډله ییز برید پای ته ورسېد

د خپريدو وخت: 05:27 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

د کابل ترافیکو ریاست د دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه دی، چې د ښار لوېدیځه او ختییځې برخې سره نښلوي.

افغان پوليس وايي د کابل په لويديځ کې د ترافيکو پر رياست په درنو وسلو د سنبالو وسله والو ډله ييز بريد له څه باندې نهه ساعته مقاومت وروسته پای ته رسېدلی دی.

د پوليسو يوه قومندان بي بي سي ته ويلي په دغه بريد کې پنځه برېدګر او درې پوليس وژل شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل چې درې برید کوونکي وژل شوي او دوه نور لاژوندي پاتې دي: ''د برید کوونکو له ډلې درې کسه وژل شوي، چې په غالب ګمان دوه کسان یې په ودانۍ کې پاتې دي. له سهار راهیسې تصفیوي عملیات پیل شوي، زموږ تمرکز دا دی، چې د پوځيانو ژوند ته پام وکړو، او په احتیاط سره په چاودېدونکو توکو سمبال پاتې برید کوونکي له منځه یوسو.''

کلېکاږل انځوریز راپور

سهار وختي له هغه برید سره سم یوه ځانمرګي برید ګر په ځان پورې تړلو باروتو ته چاودنه ورکړه، چې تر ساعتونو یې دوام وکړ. لومړی پولیس چارواکو وویل، چې درې برید کوونکي وژل شوي، دوه نور یې چې ټپیان دي اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

پولیس له ودانۍ څخه د برید ګرو د اېستلو لپاره له درنې وسلې هم کار واخیست. یو شمېر پولیسو او ملکي کسانو په برید کې مرګ ژوبله واوښته.

د کابل پولیسو وویل، چې په دغه برید کې په سپکو او درنو وسلو سمبالو برید کوونکو ګډون کړی و.

کلېکاږل وېډيويي راپور

دغه برید د دوشنبې په ګهیځ وختي (جنوري ۲۱) سهار پنځه بجې پیل شو. برید کوونکي د ترافیکو ریاست ودانۍ ته ننوتل، خو امنیتي ځواکونو له پېښې سملاسي وروسته وویل، چې برید کوونکي یې کلابند کړي دي.

تر درېیو چاودنو وروسته، امنیتي ځواکونه له برید کوونکو سره په جګړه بوخت وو، چې د ار پي جي او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېدې.

۲۰۱۱ - ۲۰۱۳: ډله ییز بریدونه

  • ۲۰۱۳: جنوري ۱۶

    د کابل په زړه اصغر څلورلاري کې تر زورورې چاودنې وروسته شپږو په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو بریدونه وکړل، چې شپږ بریدګر او یو د ملي امنیت ساتونکی په کې ووژل شول.
  • ۲۰۱۲: دسمبر ۲

    په ختيځ جلال اباد کې وسله والو طالبانو د افغان او نړیوالو ځواکونو په یوې هوايې اډې برید وکړ، چې له امله یې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر ناټو پوځیان ټپیان دي.
  • ۲۰۱۲: اپرېل ۱۵

    په کابل کې د ناټو پر اډې او سفارتونو سربېره پر اوو سیمو هم مهاله بریدونه وشول.
  • ۲۰۱۲: جون

    د کابل قرغه کې پر سپوږمۍ هوټل برید لږترلږه ۲۰ کسان ووژل.
  • ۲۰۱۲: جون ۱۹

    د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د پولیسو پر یوې قرارګاه په وسلو سمبالو کسانو برید وکړ، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، څلور بریدګر او درې پولیس وژل شوي.
  • ۲۰۱۲: جنوري ۱۰

    د افغانستان پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې په وسلو سمبالو کسانو پر یو شمېر امنيتي او حکومتي ودانیو بریدونه وکړل، چې د ځايي چارواکو په وینا ۷ واړه برید کوونکي او یو پولیس وژل شوي، او شپږ کسه ټپیان دي.
  • ۲۰۱۱: اګست ۱۹

    په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو د کابل په زړه کې د برتانیا پر فرهنګي مرکز برید کړی چې د کابل د پولیسو په وینا، د لومړنیو راپورونو له مخې ترې دې مهاله ۱۲ کسه وژل شوي، او ۱۴نور ټپیان دي، چې ډېری یې پولیس دي.
  • ۲۰۱: اګست ۷

    د پروان په څېر طالبانو په کندهار کې هم مهم هوايي ډګر ته څېرمه طالبانو یوځايي ځانمرګی برید کړی. د کندهار امنيتي چارواکو ویلي، په برید کې بهرنیو ځواکونو ته د خصوصي اکمالاتي شرکت 'سپریم' څلور افغان ساتونکي وژل شوي او د درو نیپالیانو په ګډون اته نور ټپیان دي.
  • ۲۰۱: اګست ۷

    د کابل شمال پلو په چاريکارو کې د هغو ځانمرگو بريدونو د قرباناينو شمېره ٢٢ ته رسېدلې چې پرون سهار د پروان د والي پر دفتر ورختلي وو. په دغه بريد کې شپږو ځانمرگو برخه درلوده. يوه يې موټر بم والوزاوه، نور په زور دننه ودانۍ ته ننوتل.
  • ۲۰۱۱: د جون ۲۸

    په کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل ډله ییز برید ۲۲ کسان ووژل
  • ۲۰۱۱:مې ۲۲

    خوست والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولایت کې د طالبانو تر کابو لس ساعته ډله ییز برید او مقاومت وروسته خبریالانو ته وویل، برید کوونکو له پوځي یونیفورم په ګټې اخیستو برید وکړ، چې په وینا یې یو ولسي وګړي او پنځه افغان پولیس په کې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
  • ۲۰۱۱: فبروي ۱۲

    د کندهار والي وايي چې پر امنیه قومندانۍ د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي .

پوليس وايي وسله والو غوښتل د دغې څلور پوړيزې ودانۍ پرمټ پر شاوخوا حکومتي تاسيساتو بريدونه وکړي.

د ترافیکو رياست په خوا کې د سرحدي ځواکونو يوه قطعه پرته ده.

د کابل د امنيه قومنداني د جنايي پلټنو مشر جنرال ظاهر د دغه بريد په اړه داسې توضيحات ورکړل:

د ترافیکو ریاست

  • د کابل ترافیکو ریاست د دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، چې د ښار لوېدیځه او ختیځې برخې سره نښلوي.
  • دغې ودانۍ ته څېرمه د سرحدي پولیسو د عمومي قومندانۍ مرکز، د عامه نظم پولیسو قومندانۍ او یو شمېر نورې مهمې ودانۍ موقعیت لري.
  • د سږ کال له پیل راهیسې د یوې اوونۍ په اوږدو کې دا دویم ډله ییز برید دی، چې په کابل ښار کې تر سره کېږي.

''زه باید ووایم چې د سهار نژدې شپږ بجې وې د ترهګرو یوه ډله چې غوښتل یې د کابل د دهمزنګ په سیمه کې د ترافیکو ریاست ته داخل شي لومړی یې ځان ته چاودنه ورکړې او دوه کسه یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل کېږي. تر اوسه یوازې څلور کسه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ټپیانو کره شمېره نه دله معلومه.''

له پېښې سم لاسي وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او شاوخوا سیمه یې کلابنده کړه.

په سیمه کې عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، چې سهار شاوخوا شپږ بجې یې له یوې زورورې چاودنې وروسته د ډزو غږونه واورېدل، چې د وی په خبره دا مهال له ځايي وخت سره سم ګهیځ نهه نیمې هم خال خال اورېدل کېږي.

وسله والو طالبانو وايي دغه برید د دوی ملګرو کړی.

د ‌طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې یو شمېر ځانمرګي برید کوونکي، چې په درنو وسلو سمبال دي، توانېدلي، چې په دهمزنګ سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوځي او په شاوخوا پرتو هغو ودانیو وسله وال برید وکړي، چې افغان او بهرني ځواکونه په کې استوګن دي.

د سږ ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې د یوې اوونۍ په اوږدو کې دا دویم ډله ییز برید دی، چې په کابل ښار کې ترسره کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .