افغانستان د بندیانو د ربړونې راپور بې بنسټه بللی

د خپريدو وخت: 04:35 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391

دغه رپوټ د ربړولو او ناوړه چلند لارو چارو ۱۴ بڼې په ګوته کوي چې وهل ټکول، د اعدام کوتڅنډنه او جنسي تېری هم په کې شامل دی.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازولۍ د بنسټ يونما د تر وروستي راپور وروسته ويلي دي چې کله هم په افغاستان کې د ملي واکمنۍ، سولې او نورو ارزښتمنو موضوعاتو په اړه خبرې تودې شي، يونما د افغان امنيتي ځواکو پر اړه داسې راپورونه خپروي چې د په وينا يې بې بنسټه وي.

په تېر ٢٠١١ ميلادي کال کې چې يونما په افغان زندانو کې د زندانيانو د ربړولو او ځورونې په اړه کوم راپور خپور کړى و، افغان چارواکو دغه څرگندونې يوازې بې بنسټه بللې وې.

خو سږکال د افغان چارواکو اند نوې ليدلوري هم موندلې دى، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي سلاکار عبدالرحمن رحمن وايي چې کله هم د افغانستان د ملي واکمنۍ سولې او نورو ارښتمنو موضوعاتو په اړه خبرې حساس پړاو ته ورسېږي، ورسره هم مهاله دغه راز راپورونه خپرېږي.

افغان امنيتي ځواکونه وايي چې د راپور موندنې سمې نه دي بېلګه راوړي چې په کندهار کې د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانى کور هم د افغان امنيتي ځواکونو يو ناخوندي زندان بلل شوی.

خو وايي ریښتيا دا دي چې ياد شوې کور د بهرنيو ځواکونو اډه ده نه افغان زندان.

افغان حکومت وايي چمتو دی چې له بهرنيانو سره يو ځاى ددغه راپور موندنې وارزوي او ريښتينولي يې پر ډاګه کړي.

ملگرو ملتونو چې کوم راپور په دې وروستيو کې خپور کړې دي د چمتووالي لپاره يې ٦٣٥ زندانيانو سره خبرې شوې دي، چې د ربړولو، او ناوړه چلند پخلى يې کړې دى.

"د اعتراف او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه ځینو بندیانو ته برېښنايي ټکانونه ورکړل شوي دي."

د ملګروملتونو رپوټ

راپور د ملگرو ملتونو په وينا د ٢٠١١ ميلادي کال له اکتوبره د ٢٠١٢ ميلادي کال تر اکتوبره د افغان امنيتي ځواکونو زندانونه ارزوي.

اروپايي ټولنې هم له ملگرو ملتونو سره سر خوځولى او ددغه راپور پاپلې يې د اندېښنې وړ بللې.

افغان حکومت داسې مهال د ملگرو ملتونو راپور ته د شک په سترگه گوري چې د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون په اړه ناندرۍ روانې دي.

د بهرنيو ځواکونو د زندانونو د افغاني کېدو بهير په مخکې پروت دى، بله غاړه په قطر کې وسله والو طالبانو ته ددفتر پرانیستو په برخه کې هم امريکا او افغانستان هوکړه کړې ده، سربېره پر دې د امنيتي ولکې د افغاني کېدو خبره هم روانه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .