جوزجان کې لومړنۍ ولسوالې کار پیل کړ

د خپريدو وخت: 12:33 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391
سایره شکیب سادات

سایره شکیب سادات په ۱۳۴۴ لمریز کال کې د افغانستان په شمالي جوزجان کې زیږیدلې ده.

نن د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځې د جوزجان د خواجه "دوکوه" د ولسوالې په توګه رسماً په کار پیل وکړ.

سایره شکیب سادات، وايي د ازادو سیالیو له لارې دغې دندې ته رسېدلې ده.

نوموړې زیاتوي، چې له دې لارې په خدمت کولو ډېره خوښه ده.

د خواجه دوکوه ولسوالۍ د جنبش د مشر جنرال عبدالرشید دوستم پلرنی ټاټوبی دی، چې د نور ولسوالیو په توپیر برېښنا او غازهم لري.

کلېکاږل انځوریز راپور

مېرمنې شکیب د جوزجان د ولایتي ادارې له لوري رسماً د خواجه دوکوه خلکو ته وروپېژندل شوه.

د نوموړې هرکلي ته لسګونه سیمه ییز خلک ورغلي وو.

مېرمن شکیب په دغه سیمه کې د بیارغونې د وضعیت په اړه اندېښنه وښووله او ویې ویل چې بیارغونې ته به يې جدي پاملرنه وکړي.

هغې د افغانستان د لومړنۍ مېرمنې په توګه له خپلو خلکو وغوښتل چې ملاتړ او همکاري ور سره وکړي.

ژوندلیک

سایره شکیب سادات په ۱۳۴۴ لمریز کال کې د افغانستان په شمالي جوزجان کې زیږیدلې ده.

په ۱۳۶۳ کې د جوزجان له خدیجه لیسه فارغه شوې، بیا دارالمعلمین ته شامله شوې ده.

اغلې سادات د لوړو زده کړو ترڅنګ د ښوونکې په توګه هم کار کړی دی.

نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د جوزجان کلیوالو سیمو کې ماشومانو ته د زده کړو چارې مخته بېولې.

هغه د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو سره په ۱۳۸۲ لمریز کې د بلخ ولایت د بهرنیو چارو په ریاست کې ماموره شوه.

له هغو وروسته د درېیو کلونو لپاره یې د افغانستان د دولت د پارلماني چارو په وزارت کې د کارپوهې په توګه کار وکړ.

سایره شکیب سادات، د ۱۳۸۹لمریز کال په ټاکنو کې په جوزجان ولایت کې د افغانستان ولسي جرګې ته ځان نومولی و، چې بریالۍ نه شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .