"برېښنايي تذکرې او کارتونه یو شان اعتبار لري"

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخيل يوه خبري کنفرانس ته وويل د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د رايو ورکولو پخواني کارتونه او نوې وېشل کېدونکې برېښنايي پېژند پاڼې يو خېل د اعتبار وړ وي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکولو کارتونه او برېښنايي پېژند پاڼې يو شان اعتبار لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکولو کارتونه او برېښنايي پېژند پاڼې يو شان اعتبار لري.

د ټاکنو کمېسيون وايي حکومت او نړېوالو ادارو د دوی دريم پلان چې له مخې به يې په شرایطو برابرو کسانو ته د رايې ورکولو نوي کارتونه ويشي، منلی دی.

د رايې ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ د غويي/ ثور له لومړۍ پيلېږي.

تر دې وړاندې په دوو پلانونو کې کمېسيون له حکومته غوښتي وو، چې د رايې ورکولو د کارتونو پر ځای دې له برېښنايي پېژند پاڼو کار واخيستل شي او يا دې په وېشل شويو کارتونو د صحت ټاپه ووهل شي.

خو حکومت دا دواړه پلانونه د بوديجې د نشتوالي او په شرايطو برابرو ټولو کسانو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د نه رسېدو له امله رد کړل.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د رايې ورکولو د کارت پر ځای د برېښنايي پېژند پاڼو د کارولو په تړاو د افغان دولت او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ترمنځ خبرې روانې وې.

خو افغان حکومت ځکه ورسره موافقه نه ده کړې چې د برېښنايي پېژند پاڼو په وېشلو ۸۰ ميليونه ډالره لګښت راځي او بله دا چې ښايي د ولسمشرۍ تر ټاکنو په شرايطو برابرو ټولو کسانو ته و نه رسېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخيل يوه خبري کنفرانس ته وويل د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د رايو ورکولو پخواني کارتونه او نوې وېشل کېدونکې برېښنايي پېژند پاڼې يو خېل د اعتبار وړ وي.

"د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخيل يوه خبري کنفرانس ته وويل د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د رايو ورکولو پخواني کارتونه او نوې وېشل کېدونکې برېښنايي پېژند پاڼې يو خېل د اعتبار وړ وي."

د ټاکنو کمېسيون وايي د نويو کارتونو په وېشلو نژدې ۲۰ ميليونه ډالره لګښت راځي او هغو کسانو ته به ورکول کېږي چې هېواد ته راستانه شوي، نوي اتلس کلن شوي، کارتونه يې ورک کړي او يا هم له يوې سيمې بلې سيمې ته کډه شوي دي.

د نورو ترڅنګ د رڼو ټاکنو لپاره امنيت حياتي ارزښت لري او ښاغلی امرخېل وايي دا ځل به يې نژدې ټول پام پر امنيت او د کارکوونکو او اړوندو ادارو پر ژمنتیا ورټول وي.

د ټاکنو کمېسیون وايي راتلونکې مېاشت به د رايې ورکولو د هغو ۷۰۰۰ مرکزونو لست امنيتي ځواکونو ته وسپاري چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په کې وشي.

په تېرو ټاکنو کې د ادعا شويو درغليو د مخنيوي په تړاو د انتخاباتو کمېسيون ژمنه وکړه، هغه شاوخوا ۱۰زره کارکوونکي به بيا و نه ګوماري چې په تېر ځل ټاکنو کې په ټګۍ برګۍ تورن دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ۲۰۱۴ کال په اپريل مياشت کې کېدونکي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .