د کوچي زده کوونکو ۳۷ سلنه نجونې دي

د خپريدو وخت: 10:06 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د پوهنې وزارت دمعلوماتو له مخې، اوسمهال نژدې ۴۰ زره کوچي زده کونکي زده کړې کوي چې ۳۷ سلنه یې نجونې دي.

د افغانستان کوچیانو له پیړیو وروسته اوس زده کړو ته مخه کړې، چې د هلکانو ترڅنګ د کوچیانو ګڼ شمېر نجونې هم اوس په زده کړو بوختې دي.

د پوهنې وزارت دمعلوماتو له مخې، اوسمهال نژدې ۴۰ زره کوچي زده کونکي زده کړې کوي چې ۳۷ سلنه یې نجونې دي.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په دومره لوی شمېرکې د کوچیانو نجونې زده کړې کوي.

خو کوچیان وايي، لا هم د دوی د نجونو لپاره ځانګړې لیلیې نشته او له یوه ځایه بل ځای ته دکډو د لېږد پرمهال دغه زدکونکې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د پوهنې مرستیال وزیر، محمد صدیق پتنمن:

"د څو وروستيو لسيزو ټولنيزو او سياسي بدلونونو د ژوندانه په اړه د کډه پر سر کوچيانو ليدلورى هم بدل کړى دى.

اوس دوى هم غواړي چې د پخواني يوازې او گوښه ژوند پر ځاى، له اوسمهالي ټولنې سره يو ځاى شي، چې ماشومان يې ښوونځي ولري، ناروغانو ته يې کلينيک پرانستى وي،او د څیرې کېږدويو پر ځاى په ښکليو کورنو کې ژوند وکړي."

د پوهنې وزارت د کوچیانو د زده کونکو لپاره په ننګرهار، لوګر، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځانګړې لیلیې جوړې کړې خو د نجونو لپاره لا هم لیلیې نه شته او دا هغه څه دي، چې کوچیان یې د خپلو لوڼو د زده کړو لپاره لویه ننګونه بولي.

ښاغلي پتمن وايي، پخوا د کوچیانو زده کونکو یوازې په څو محدودو ښوونځیو کې زده کړې کولای شوای خو وايي اوس دغه محدویت لرې شوی دی.

د کابل بت خاک سیمې په لوی ډاګ کې مې د کوچیانو څو زده کونکي وموندل. په دغه ډاګ کې چې په واورو پوښل شوی، د کوچیانو سلګونه کورنۍ مېشتې دي. د دغو کورنیو لپاره درې ځانګړي ښوونځي جوړ شوي، او سلګونه زده کونکي په کې زده کړې کوي. کوچیان زده کونکي هم دنورو هغو په څېر ډیر څه له ځان سره لري.

د دغې مدرسې د زده کونکو لپاره ځانګړې لیلیه جوړه شوې او د افغانستان له ټولو ولایتونو په کې د کوچیانو او لادونه زده کړې کوي.

"په افغانستان کې د ښوونځیو د زده کړو ترڅنګ اوس د کوچیانو لپاره به بهر کې هم د لوړو زده کړو اسانیتاوې برابرې شوې دي."

نور پاچا له همدغو زده کونکو یو دی. شپږ میاشتې کېږي، چې نوموړی دغې مدرسې ته راغلی . دی له ونې دنګ ځوان دی او لا یې هم په مدرسه کې د کوچیانو د دود له مخې اوږدې جامې، غټې څپلۍ او اوږد واسکټ اغوستي.

په افغانستان کې د ښوونځیو د زده کړو ترڅنګ اوس د کوچیانو لپاره به بهر کې هم د لوړو زده کړو اسانیتاوې برابرې شوې دي.

په ولسي جرګه کې دکوچیانو استازی محمد نذیر احمدزی وايي، نژدې ۱۸۰ تنه کوچیان یې بهرته د زده کړو لپاره استولي دي.

د کوچیانو استازي وايي، اوس پوهیدلي، چې څه ډول خپل حق ترلاسه کړي او دا هم و ايي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د هغه چا ملاتړ کوي، چې د دوی د حقونو په تر لاسه کولو کې ورسره د مرستې ژمنې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .