"د وزګارۍ له امله ځوانان د وسله والو لیکو ته ورځي"

د خپريدو وخت: 13:25 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د پوهنغونډې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په دولتي ادارو کې د شته فساد پر ضد دې جدي مبارزه وشي او ځوانانو ته دې د حکومتوالۍ په برخه کې مخکښ رول ورکول شي.

افغان څېړونکي وايي، د دغه هېواد ډېر ځوانان د وزګارۍ او د زده کړو د زمینې نه شتون له کبله د وسله والو لیکو ته مخه کوي. په هغه عملي څېړنیز سیمنیار کې، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د سولې عالي شورا په مالي مرسته جوړ شوی و، څېړونکو او لیکوالو افغان ځوانانو ته د ورپېښو ستونزو او د هغوی د حل لارو په اړه مقالې واورولې.

په دغه پوهنغونډه کې د زده کړو، تاوتریخوالي، د سولې په لار کې خنډونه او ځوانانو ته د ورپېښو نورو ټولنیزو ستونزو په اړه مقالې ولوستل شوې.

په دغه څېړنیزه پوهنغونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو، د پوهنتون استادانو او نورو څېړونکو اته بېلابېلې مقالې ولوستې، چې افغان ځوانانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه لیکل شوې وې.

لیکوالو د لوړو زده کړو، پوهنې، د نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي، وزګارۍ، ودونو، د هېواد په دفاع کې د ځوانانو رول او د وسله والو لیکو ته د ځوانانو ورتګ او د دوی لاملونو په اړه خپلې لیکنې واورولې. په غونډه کې پر لسګونه ځوانانو سربېره یو شمېر دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

پوهاند رازقي نړیوال د ځوانانو د وزګارۍ په اړه په خپله لیکلې مقاله کې ټینګار وکړ، چې د وزګارۍ له کبله ځوانان بېلابېلو ټولنیزو ناخوالو ته مخه کوي، چې یوه بېلګه یې د وسله والو لیکو ته ورتګ دی.

"په دغه څېړنیزه پوهنغونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو، د پوهنتون استادانو او نورو څېړونکو اته بېلابېلې مقالې ولوستې، چې افغان ځوانانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه لیکل شوې وې."

ښاغلي نړیوال په خپلو سپارښتنو کې وویل، چې دولت باید ځوانانو ته د روزګار او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

د غونډې یوه بل ګډونوال پوهاند بشیر دودیال د لوړو زده کړو په برخه کې د ځوانانو ستونزو ته اشاره وکړه. ده ټینګار وکړ، چې د نورو هېوادونو په څېر باید په افغانستان کې د ښوونځیو له نهمو ټولګیو څخه څانګې بېلې شي او زده کوونکي په ټاکلو اختصاصي څانګو کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي. نوموړي زیاته کړه، ډېر ځوانان چې پوهنتون کې زده کړې کوي، د ښوونځي په دوره کې د زده کړو د ناسمې بڼې له کبله له ستونزو سره مخ کېږي.

د پوهنغونډې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په دولتي ادارو کې د شته فساد پر ضد دې جدي مبارزه وشي او ځوانانو ته دې د حکومتوالۍ په برخه کې مخکښ رول ورکول شي. دوی وویل، چې له همدې لارې د افغانستان راتلونکی تضمینېدای شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .