د کجکي اوسېدونکي ښوونځي غواړي

د خپريدو وخت: 18:36 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

کجکي د هلمند په شمال کې پرته ولسوالۍ ده چې د چارواکو په وينا جوت ستراتيژيک موقيعت لري.

د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي سر ټکوي چې افغان حکومت ورته ښوونځي، روغتيايي کتنځي او نورې اسانتياوې نه دي چمتو کړي.

د يادې سيمې خلک داسې مهال له سيمه یيز حکومت نه د دغو اسانتياوو غوښتنه کوي چې افغان حکومت نژدې يوه اوونۍ مخکې له يادې شوې ولسوالۍ څخه وسله وال طالبان وويستل.

د هلمند والي محمد نعيم د کجکي ولسوالۍ له خلکو سره ژمنه وکړه چې په نژدې ورځو کې به په ياده ولسوالۍ کې د پرمختيايي پروژو پلي کول پيل کړي.

والي دا هم وويل چې له کجکي برېښنا کوټ نه يې د ولايت مرکز لښکرګاه ته د برېښنا تارونو غځول هم پيل کړي دي.

لا يې اوونۍ نه ده پوره شوې چې افغان امنيتي ځواکونو د يو لړ دريو ورځنيو پوځي عملياتو په ترڅ کې کجکي ولسوالي له وسله والو طالبانو څخه ونيوله.

اوس د دغې ولسوالۍ خلک ادعا کوي چې په تېرو کلونو کې په کجکي ولسوالۍ کې، لوټه هم پر لوټه نه ده ايښودل شوې.

د دغې ولسوالۍ خلک وايي اوس چې پر سيمه د حکومت ولکه ټينګه شوه حکومت ته په کار دي چې اوس په کې پرمختيايي پروژې پلي کول هم پيل کړي.

"هيڅ کلينيک او ډاکټر نشته چې خپل ناروغان ولېږدوو. زموږ په وطن کې د زکام ګولۍ هم نشته بې وسه ناروغان مري که څوک پور وکړي او لږې پيسې پيدا کړي هغه يې بيا لشکرګاه او کندهار ته لېږدوي."

د هلمند والي محمد نعيم د کجکي اوسېدونکو ته بيا ډاډ ورکړ چې په نژدې ورځو کې به سيمه یيزه شورا جوړه شي او ښوونځيو او روغتيايي کتنځايونو په ګډون به يو لړ پرمختايي پروژې پلي شي.

"د بيا رغاونې او پرمختيايي پروژو په برخه کې د سپک په نامۀ پروګرام دى چې پلى کېږي. د خصوصي سکتورونو مشر له ما سره دى. هغه خلکو سره خبرې وکړې چې د پوهنې روغتيا او نورو برخو کې به لګښت کوي. په پام کې ده چې سيمه یيزه شورا هم جوړه شي."

د هلمند والي وويل د کجکي په امن کېدو سره اوس ګواکې دې ته لاره هواره شوې ده چې د کجکي له برېښنا کوټه ګټه اخیستل ډېر شي.

ښاغلي محمد نعيم وويل له برېښنا کوټه تر لښکرګاه پورې غځېدلي د برېښنا تارونه هم نوي کېږي چې وايي وار له مخه يې کار پيل شوى دى.

"کار يې پيل شوى دى، د برېښنا مزي تر لشکرګاه پورې غځول کېږي. دې چارې ته پيسې هم په لاس کې شته."

کجکي د هلمند په شمال کې پرته ولسوالۍ ده چې د چارواکو په وينا جوت ستراتيژيک موقيعت لري او انګېرل کېږي که افغان امنيتي ځواکونه پر دغه ولسوالۍ خپله ولکه ټينګه وساتي نو نورو نا ارامو ولسواليو ته هم خپله امنيتي ولکه غځولاى شي.

د کجکي خلک بيا د خپلې ولسوالۍ د امن کېدو لپاره له حکومته د اسانتياوو غوښتونکي دي او وايي که حکومت يې امنيت ټينګ کړي او د پرمختيايي پروژو په پلي کولو سره خلکو ته کار او اسانتياوې برابرې شي، نو په وينا يې وسله وال طالبان به دا وړتيا بيا نه مومي چې پر کجکي ولوسالۍ خپله واکمني بيا ټينګه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .