" د شرکتونو تورنول د پانګې د تېښتې لامل کېږي"

د خپريدو وخت: 13:35 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د افغانستان د سوداګرۍ خونې له ولسمشر حامد کرزي نه په دې برخه کې د مداخلې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له اسنادو پرته پر لویو اقتصادي شرکتونو تور پورې کول، له هېواده د پانګونې د تېښتې لامل کیږي.

دغې خونې دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې دامریکا پوځ کام اير افغان هوايي شرکت په تور نوملړ کې شامل کړ.

د امریکا پوځ په دې وروستیو کې پر کام اير هوايي شرکت تور پورې کړی، چې تاجکستان ته نشه يي توکي قاچاقوي او پرېکړه یې کړې، چې له دغه شرکت سره هېڅ ډول تړون نه لاسلیکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د دغې موضوع په اړه د امریکا پوځ نه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

پر دغه هوايي شرکت له تور پورې کېدو دوې ورځې وروسته د کام اير، ټرانسپورټ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازو کابل کې په یوه ګډه خبري غونډه کې پر نوموړي شرکت د امریکايي پوځ تورونه بې بنسټه و بلل.

د سوداګری خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، په افغانستان کې پر لویو اقتصادي شرکتونو له اسنادو پرته دا تور پورې کول، د هېواد اقتصادي بنسټونو ته زیان رسوي.

"که اسناد نه وي، نو د دا ډول تورونو پورې کول د خصوصي سکتور په زیان دي. موږ تمه لرو، چې زموږ افغان دوستان د افغانستان د خصوصي سکتور نظر ټولې نړۍ ته ورسوي، چې له دا ډول چلند سره مخالف یو."

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت هم پر کام ایر هوايي شرکت د تور لګولو په اړه دامریکا له پوځ نه د ډېرو توضېحاتو غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال وايي، که بهرنیان په دې برخه کې اسناد لري، نو هغه دې د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته وروسپاري.

"د کام اير شرکت مشر زمری کامګار هم پر دې ټینګار کوي، چې شرکت يی د ناسالمو سیالیو ښکار شوی دی. ښاغلی کامګار وايي، د خپلې حقوقي ډلې پر مټ به د کام ایر شرکت د حیثیت اعاده وکړي."

"دغه موضوع د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کلکه ردوي. موږ د دې غوښتونکي یو، که چېرې اسناد وي، نو هغه دې عدلي او قضايي ادارو ته وړاندې کړي، له هغې پرته د دولت دریځ دا دی، چې موضوع له قانوني اړخه وڅېړي."

د کام اير شرکت مشر زمری کامګار هم پر دې ټینګار کوي، چې شرکت يی د ناسالمو سیالیو ښکار شوی دی. ښاغلی کامګار وايي، د خپلې حقوقي ډلې پر مټ به د کام ایر شرکت د حیثیت اعاده وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې له ولسمشر حامد کرزي نه په دې برخه کې د مداخلې غوښتنه وکړه.

که څه هم د امریکا پوځ په دې برخه کې د یوې پلټنې خبره کوي ، خو تراوسه يي قانع کوونکي اسناد رسنیو ته نه دي وړاندې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .