جاپان د افغانستان کليوالې پرمختيا سره نژدې ۲۰ مليون ډالره مرسته کړې

د خپريدو وخت: 23:31 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

جاپان د افغانستان دويم مرستندويه هېواد دی چې په څه باندې يوه لسيزه کې يې له دغه هېواد سره ميليارډونه ډالره مرسته کړې ده

جاپان د افغانستان د کليوالو سيمو پرمختيايي چارو سره نژدې شل ميلونه ډالره مرسته کړې ده.

دا پيسې به له ١۵٠ ډېرو ولسواليو کې د افغانستان د کليو پرمختيا وزارت په مټ او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې لگول کېږي.

د جاپان سفير هم په کليو کې پرمختيايي پروژې اړينې بللې او ويلي يې دي که په کليو کې پرمختيا ونه شي، اوسېدونکي به يې ښارونو ته ورمات شي، او دا به ستونزې نورې هم پراخې کړي.

د افغان ښځو ژوند ښه کولو په نامۀ پروگرام د افغانستان د کليو پرمختيا وزارت د سميزو پرمختيايي چارو پام وړ برخه بلل کېږي.

چارواکي وايي دا پروگرام د ملي پيوستون له پروژې نه جلا دى، چې هغه هم د کليو د پرمختيا په موخه پلې کېږي.

د جاپان دغه نژدې ۲۰ ميلون ډالريزې مرستې موخه سيمه ييزه پرمختيا ده، چې له مخې يې د کليوالو سيمو اوسېدونکو اقتصادي حالت په پرتليز ډول ښه شي.

د افغانستان د کليو پرمختيا وزير ويس برمک وايي دا پيسې به په ١٥٩ ولسواليو کې په پرمختيايي پروژو ولگول شي.

ده وويل: "د کليو پرمختيا وزارت به دا پيسې د بنسټيزو توليدي پروژو پلي کولو، د ښځو د ژوندانه ښه کولو په موخه په اقتصادي برخوکې، د کرنيزو لاس ته راوړنو د پياوړيتا په موخه د خړوبولو د جوړښتونو د پياوړتيا، د سيميزو حکومتونو ځواکمنولو او د اوبو وړو بريښناکوټونو جوړولو سره په تړاو د افغانستان کليو په بېلابېلو برخو کې کې ولگول شي."

ښاغلي برمک وويل چې دا پروگرام به د دوو کلونو په اوږدو کې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي بنسټ تر څار لاندې بشپړ شي.

مرستې به روانې وي

په کابل کې د جاپان سفير هيروشي ټاکاهاشي افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به هم مرستې روانې ساتي.

ښاغلي ټاکاهاشي د کليو پر پرمختيا ټينگار وکړ او ويې ويل که په کليوالي سيمو کې پرمختگونه ونه شي اوسېدونکي به يې د ښارونو پر لوري ورمات شي، چې په وينا يې په داسې کېدو سره به په ښارونو کې هم ستونزې ډېرې شي.

"په کليو کې خلک ډېرې ستونزې لري، د دې پروژې له لارې بايد خلک خپلې ستونزې جوتې کړي،او غوښتنه وکړي چې سيمه يې پرمختگ وکړي، که داسې ونه شي ټول خلک به په کابل کې راټول شي، چې په دغه ښار کې به هم ورسره ستونزې ډېرې شي."

افغان چارواکي وايي چې په وروستۍ مرستې سره د سيمه ييزې پرمختيا له پروگرام سره د جاپان مرسته ٨٦ ميلونو ډالرو ته ورسېده.

جاپان د افغانستان دويم مرستندويه هېواد دی چې په څه باندې يوه لسيزه کې يې له دغه هېواد سره ميليارډونه ډالره مرسته کړې ده. د جاپان دغه مرستې تر ډېره په امنيتي، اقتصادي او نورو بېلابېلو پرمختيايي برخو کې لګول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .